"کندز کې د جراحي عملياتو پر مهال پر ما بمباري"

د انځور حقوق Getty Images

د ۲۰۱۵کال د اکتوبر د دریمې پر سهار،یوې امریکايي الوتکې پرهغه ودانې باندې بمباري وکړه چې د الوتکې کارکونکو فکر کاوه د افغانستان په کندز ولایت کې د طالبانو یو مرکز دی. خو په حقیقت کې دا یو روغتون و چې د بې پولې ډاکټرانو لخوا اداره کېده. هغه وخت د جراحۍ ډاکټر محمد صافى صدیقي د جراحۍ پرعملیاتو بوخت وو. هغه دلته خپله کیسه کوي چې څه پېښ شول. پدې رپوټ کې یو داسې تصویرشته چې د ځینو لوستونکوله نظره به نارامونکی وي.

هغه شپه هلته تقریبا ۶-۸ تنو د جراحۍ ډاکټرانو په روغتون کې کار کاوه. موږ پر دوو ډلو ویشل شوي وو، او موږ فیصله کړې وه چې هر جراح به لږ ترلږه څلورساعته خوب کوي. په روغتون کې تقریبا ۳۹۰ تنه ناروغان وو، او موږ پرله پسې بې ځنډه په کار بوخت وو.

زما د ډلې وخت وو چې باید عملیات موکړي واې،۴۰ عملیات مو پلان کړي وه، او کله چې لومړی بم پر روغتون باندې راولویده، فکر کوم چې موږ پر دیرشم یا دوه دیرشم ناروغ باندې عملیات کول.

ما پریو ناروغ باندې عملیات کول چې پرپښې باندې ېې ګولۍ لګېدلې وه. ژوند ته ېې کوم فوري خطر نه وو متوجه- که عملیات ېې ختم شوي واې نو کولاې ېې شول چې له روغتون څخه رخصت شي.

د عملیاتو پاې ته نژدې وم چې بمباري پېل شوه.

فکرکوم چې لومړی بم د ناروغانو د جدي پالنې پر څانګې باندې ولویده، زما د عملیاتو له خونې څخه فقط ۶ متره لیرې وو. د بم په لګېدو سره هرڅه له دیوالونو راوغورځېدل، له چت نه هم شیان راولیدل، او کړکۍ دړې وړې شوې.

په ټول روغتون کې د بریښنا رڼا ورکه شوه. ناڅاپه د لرګیو یوه تخته له چت څخه دعملیاتو پرمېز باندې راولوېده، مستقیما پر ناروغ باندې. موږ ټول وتښتېدو. زه ترټولویونژدې دروازې له لارې د تعقیم خونې ته لاړم. ځینې کسان چې له نورو لارو ېې هڅه کړې وه ونه رسېدل.

ما د هغه ناروغ لپاره چې عملیات مې ورباندې کول هیڅ کوم کار نشو کولاې. هغه د بې هوښۍ په حال کې و، اوله هغه ځایه د خوځولولپاره ېې ۲-۳ کسه پکار وه. وخت نه وو- د نورو بمونو له لوېدو نه مخکې مو د تېښتې لپاره فقط څو ثانېې وخت درلود.

Image caption پر روغتون باندې د بمبارۍ په وخت کې هغه ناروغ چې ډاکټر محمد صافي صدیقي ورباندې عملیات کولو.

خو یو بل ناروغ سره مې مرسته وکړه- یو ۱۲ کلن هلک چې زموږ سره یوځاې د تعقیم خونې ته په راتښتېدو بریالی شوی وو.

پدې کوچنۍ خونې کې موږ تقریبا ۹ کسه وو. هلته یو ساتونکی هم وو چې له بهرنه راغی. هغه ډېر وېرېدلی وو او چیغې ېې وهلې.

دا ټول په یو لنډ وخت کې پېښ شول، سړی نشي ویلاې چې څه وشول. ډېره وارخطايي وه. د ژوند او مرګ خبره وه.

نشم ويلاې چې څومره بمونه به چاودېدلي وي، هرڅه ډیر چټک پېښ شول. د ودانۍ شاوخوا مې تېزه چټکه رڼا ليده، او له هرې خوا د چاودنو غږونه اورېدل کېدل. ۱۰-۱۵ دقیقې وروسته ودانۍ اور واخیست.

زه دومره وېرېدلی او وارخطا وم چې نه پوهېدم څه وکړم. خپلې کورنۍ ته مې ټیلیفون وکړ چې ورسره خبرې وکړم اوهڅه مې کوله هرڅه هېرکړم.

خپل مشر ورور ته مې زنګ وواهه، ورته ومې ویل چې زه دقیقا چېرته یم:’’ نه پوهېږم چې ژوندی به پاتې شم که مړ به شم، خو که مړشم تاسو زما مړی دلته پېداکولاې شئ.’’

هغه هڅه کوله ماته ډاډ راکړې، هغه وویل:" اندېښنه مه کوه، مه وارخطا کېږه."

ما ورته وویل:" که زموږ وزیر پېژنې یا کوم مشرشخص چې وزارت کې اړیکي لري، هرڅوک چې وي، فقط ورته ووایه چې دلته څه پېښېږي. دا فقط یو روغتون دی،هڅه دې وکړي چې بمباري بنده شي."

ددې ټیلیفوني خبرو وروسته مې ځان یوڅه آرامه احساس کړ.

هغه ناروغ چې د جراحي عملیاتو پرمېز پروت و

Image caption هغه ناروغ چې د جراحي عملیاتوپرمېزباندې پروت وو د باې نظر محمد نظر په نامه یو امنیتي ساتونکی و.

هغه ناروغ چې د جراحي عملیاتوپرمېزباندې پروت وو د باې نظر محمد نظر په نامه یو امنیتي ساتونکی وو.

د بمبارۍ ددې برید نه وروسته، عکاس آندریو کویلټي د ډاکټرصدیقي پاتې شوی ناروغ په ویجاړشوي روغتون کې وموند.وروسته خبرشو چې ددې ناروغ نوم باې نظر محمد نظر وو.ډاکټر محمد صدیقي او آندریو کویلټي د بي بي سي د نړیوالې څانګې د اوټ لوک خپرونې سره خبرې وکړې

نه پوهېږم چې موږڅومره وخت هلته وو- ساعت مو نه وو کتلی،خو موږ ته وویل شول چې بمباري تقریبا پر ۲ بجو پېل شوې وه،اوپر ۳بجو خلکو له بهرنه زنګونه وهل او ویل ېې بمباري ختمه شویده.

کله چې موږ راووتو، روغتون په اورکې سوځېده- پرته له هغه ځايه چې موږ پکې وو. دا یوه کوچنۍ ودانۍ ده،خو د روغتون د نورو برخو په پرتله د تعقیم خونې ته دومره زیان نه وو رسېدلی، ځکه موږ پکې ژوندي پاتې شوو.

د ودانۍ پاتې برخه په نړېدو وه- پولادې ستنې راولېدلې، د دیوالونو پلاسترونه چاودیدل اوکړکۍ ماتېدلې.

موږ ټول ټپیان راټول کړل- ۳۵ ټپیان وه، ځېنې ډیرجدي وو.

ما فورا یو ډاکټرسره چې ډاکټر امین نومېده مرسته پېل کړه، هغه سخت ټپي شوی وو او ډیره وینه ېې ضایع شوې وه.

هغه سره د مرستې په خاطر موږ ډاکټرانو تصمیم ونیوه چې بېرته سوځېدونکې ودانۍ کې د عملیاتو خونې ته ورشو او د اړتیا وړ وسایل ترلاسه کړو.

موږ وکولاې شول ټول شیان ترلاسه کړو او د جراحۍ په عملیاتو مو پېل وکړ،خو ډاکټر امین ژوندی پاتې نشو- له څو دقیقو وروسته مړ شو.

هریوکس په زړورتیا سره کارکاوه. کله چې به مو یو غږ واورېده،یوڅوک به مرستې ته چمتو و. یو پاک کونکی حتی بېرته د جدي پالنې څانګې ته ورغی چې یوچاسره مرسته وکړي.بله چاره نه وه موږ باید یوله بله سره مرسته کړې واې.

کندز کې څه پېښ شول؟

د ۲۰۱۵کال په نومبرکې د امریکا د متحدوایالتونو یوې پوځي پلټنې ومونده چې د یوې انساني اشتباه له امله د الوتکې کارکونکو پر روغتون برید کړی وو.

د الوتکې کارکونکو باوردرلود چې دا یوه حکومتي ودانې ده چې طالب اورپکو نېولې ده،چې د ۲۰۱۵کال د سپتمبرپر۲۸ ېې دکندزښار نېولی وو.بې پولې ډاکټران وايي پدې برید کې د روغتون د کارکونکو،ناروغانو او دهغوې دخپلوانو په ګډون لږترلږه ۴۲ کسان ووژل شول- روغتون تړلی پاتې دی.

موږ هرچېرې ټیلیفونونه کول او مرسته مو غوښتله ځکه چې موږ سره ۳۵-۴۰ تنه ناروغان وو چې مرستې ته ېې اړتیا درلوده. ما یوبل روغتون ته زنګونه وهل چې امبولانسونه راولېږي، ځکه چې هلته یوڅوکسه ډیرجدې ټپیان وه چې که په ۲-۳ ساعتونوکې ورباندې جراحي عملیات نه واې شوي مړه کېداې شول.

د څوځلي ټیلیفونونو وروسته، ما ځینې ناروغان په امبولانس کې بل روغتون ته یوړل او هلته مې پرټپیانو جراحي عملیات پېل کړل. زموږ له یو ملګري څخه چې د بېړنی څانګې یو نرس وو وینې بهېدلې،نو ځکه مې هغه ته لومړی نوبت ورکړ اوهڅه مې کوله چې د وینې بهېدلو مخه ېې ونیسم. زه ډیر ستومانه شوی وم، سترګې مې نشواې پرانیستلاې. د هغه رګونه مې نشواې لېدلاې چې وینه ېې بنده کړم. ډیرستړی وم خو باید کوښښ مې کړاې واې چې ژوند ېې وژغورم، بریالی شوم او هغه ژوندی پاتې شو.

زه تر ۱۰ بجو پورې د عملیاتو په خونه کې وم، پرلپسې مې کارکاوه. واضح ده چې له دې وروسته مې نور بس کړل.

د څو ورځولپاره هیڅوک ویجاړ روغتون ته نشواې نږدې کېداې- په ښارکې لاتراوسه جګړه روانه وه، او هلته تګ ډیر خطره ډک و. نوځکه د لومړنيو مړو را ایستلو تقریبا ۶-۷ ورځې وخت ونیوه.

ټول هغه کارکونکي چې هغه شپه ېې هلته کارکاوه تراوسه پورې روحي ستونزو له امله ځورېږي. ځینې ېې دروغتیايي مرستې په لټه کې دي، ځینې ېې داروګان اخلي. حتی اوس هم کله چې د یو بم غږ اورم،ډیر ډارېږم.