"افغان رسنۍ به پرخبریالانو د طالبانو برید ځواب ورکوي"

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون ویلي، ددې هېواد رسنۍ به د رسنیو پر کارکوونکو د طالبانو د تېرې ورځې برید ته ځواب ورکړي او له دې "ترهګرې ډلې" سره د رسنیو اړیکې به جدي بدلون ومومي.

تېره ورځ یوه ځانمرګي بریدکوونکي په کابل کې د موبي رسنیز ګروپ د کارکوونکو بس موټر په نښه کړ چې په پایله کې یې اووه کسان ووژل شول او لږ ترلږه ۲۵ نور ټپیان شول.

ددې برید مسوولیت طالبانو ومانه.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون غړو نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو وغنده او هغه یې د افغانستان د رسنیو په تاریخ کې د "تورې چهارشنبې" په نوم ونوموه.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون له یو شمېر رسنو، رسنیز بنسټونو او د خبریالانو له ټولنو جوړ دی.

ددې فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي دي، "فدراسیون او دافغانستان رسنیو استازی به په مختلفو مراحلو کې دغه نه بښونکي جنایت ته لازم ځواب ووایي او خپلې پریکړې به دافغانستان خلکوسره په پرله پسې توګه شریکې کړې."

د انځور حقوق Reuters

د افغانستان رسنیو ټینګار وکړ چې دا پېښه به "د طالبانو له ترهګرې ډلې سره د رسنیو اړیکه بدله کړي. طالبان به د دغه نه بښونکي عمل لپاره لوی قیمت پرې کړي. افغانستان رسنۍ به له دې وروسته د طالبانو خبرونو خپرولو برخه کې خپلې پالیسۍ کې مهم بدلونونه راولي."

رحیم الله سمندر ددې فدراسیون یوه غړي وویل، دوی به راتلونکو اونیو کې د هېواد د ټولو رسنیو له چارواکو سره تر ناستې وروسته په مشخص ډول اعلان کړي چې ګوم ګامونه په دې بدلونونو کې شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون غړو همداراز د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل "کوم کسان چې د نظام دننه د طالبانو په ګټه تبلیغ کوي او هغوی ته برنامه ریزی کوي" وپېژني او محاکمه یې کړی.

دغه فدراسیون وویل، د رسنیو کارکوونکو د ځاني امنیت ساتنې لپاره به ډېر ژر د رسنیو خاوندانو او حکومتي چارواکو په همغږۍ پر هڅو خبرې وکړي.

دغه فدراسیون همداراز د رسنیو له خاوندانو وغوښتل، د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو کاري حقوق او په ځانګړې توګه هغه خبریالان چې د خپل کار له امله وژل کېږي یا ټپي کېږي، تامین کړي.

ددې فدراسیون بله غوښتنه دا وه چې هغه امنیتي مسوولین له دندو ګوښه شي چې په خپلو دندو کې یې غفلت کړی دی.

د تېرې ورځې برید په پراخه کچه د دولتي چارواکو، نړیوالې ټولنې او د افغانستان د کورنیو شبکو لخوا وغندل شوه.

د تېرې ورځې ځانمرګی برید څو میاشتې وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د افغانستان د "طلوع" او "یک" ټلویزیونونه د کندوز جګړې پرمهال پر نه بې طرفۍ تورن کړل او اعلان یې وکړ چې ددې شبکو دفترونه او کارکوونکي دوی ته پوځي هدفونه دي.

دواړه ټلویزیونه خصوصي دي.

د موبي رسنیزه ډله په افغانستان کې د څو رسنیو او اړونده بنسټونو د امتیاز څښن ده. فارسي ۱ ټلویزیون هم د همدې رسنیزې ډلې په ملکیت کې شامله ده.