"د افغانستان پراختیایي پروژو کې میلیونونه ډالر ضایع شوي"

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره (سیګار) د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) یوه ایجنسي تورنه کړې چې په افغانستان کې یې د بیارغونې په کمزورو پروژو کې لسګونه میلیونه ډالر ضایع کړې دي.

"د کاروبار او ثبات ډلې" ایجنسي چې د نږدې پنځو کلونو لپاره فعاله وه، نږدې ۸۰۰ میلیون ډالره یې افغانستان کې پر پراختیایي پروژو لګولي دي.

خو په افغانستان کې د بیارغونې سرڅارونکی جان سوپکو د امریکا سنا یوې کمېټې ته وویل، کمزورې برنامه ریزۍ او ضایعاتو دا ماموریت زیانمن کړی.

پنتاګون د سیګار موندنو پر څو برخو نیوکې کړې دي.

ښاغلي سوپکو چې یوه پرې موضوع ډېر تمرکز وکړ هغه د محلي لاسي ګنډنو مرستې پروژه ده.

په دې شپږ میلیون ډالریزه پروژه کې له ایټالیا څخه د زرینو وېښتانو لرونکو وزو یوه وړه رمه وارد شوې، خو ښاغلي سوپکو وویل، څارنه یې دومره کمزورې وه چې دی باور نشي کولی دا وزې دې د غوښې لپاره حلالې شوې نه وي.

یوه قراردادي وویل چې هغې پروژې ۳۵۰ کسانو ته د کار فرصت برابر کړ.

ښاغلي سوپکو وویل، د هغه دفتر "نه دی توانېدلی معتبر شواهد پیدا کړي چې وښيي (د پروژو اړوند) فعالیتونه په افغانستان کې هومره د اقتصادي ودې یا ټیګاو رامنځته کېدو لامل شوی وي، چې ددې پیسو لګول توجیه کړي."

د انځور حقوق sigar
Image caption پنتاګون په غبرګون کې ویلي چې د ګازو پمپ پر پروژې تر ۱۰ میلیون ډالرو کم لګښت شوی، نه ۴۳ میلیون ډالره.

ددې کمېټې دېموکرات سناتور کلر مکسکېل د ۴۳ میلیون ډالرو په لګښت د ګازو یوه پمپ جوړولو پر پروژې نیوکه وکړه.

د هغې پروژې موخه د وارداتي نفتو پرځای د افغانستان له طبیعي ګازو د ګټه اخستو امکان ښودل وو.

پنتاګون په غبرګون کې وویل چې هغې پروژې تر ۱۰ میلیون ډالرو کم لګښت درلود، نه ۴۳ میلیون ډالره.

ددغو پروژو کاري ډله اوسمهال منحل شوې ده.

ورته مطالب