قطر کې د افغانستان پر کړکېچ د پګواش څېړنیز بنسټ غونډه

د انځور حقوق Pugwash

د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان پر کړکیج د پحث لپاره دوه ورځنۍ غونډه روانه ده. دغه کنفرانس د پګواش په نوم یو نړیوال څیړنیز مرکز جوړ کړی دی. دې بحث ته د افغانستان په کړکیچ کې ټول ښکیل لوري ور بلل شوي دي.

له کابله حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي چې دې دوه ورځنۍ ناستې ته د حامد کرزي د واکمني مهال ځینې پخواني چارواکي، مدني فعالان، د طالبانو استازي، د ملي شورا یو شمیر غړي او ځینې سیاستوال ورغلې دي.

د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا استازي په رسمي بڼه دغې ناسته کې برخه نه لري.

دا ناسته په داسې مهال جوړېږي چې همدا تېره اونۍ له طالبانو سره د افغانستان حکومت د خبرو بهیر د بیا پیل لپاره، د څلور هېوادونو، افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازو کابل کې غونډه وکړه.

ټاکل شوې ددې څلور اړخیزې غونډه بله ناسته اسلام اباد کې جوړه شي. لومړۍ ناسته یې هم هلته شوې وه او هدف یې دا دی چې د افغانستان سولې بهیر بیا پیل ته میکانیزم ولټوي.

د انځور حقوق BBC World Service

د پګواش په نوم د نړیوال څیړنیز مرکز له خوا په قطر کې جوړه شوې غونډه کې تر ډېره هڅه دا ده چې د افغانستان د کړکچ په حل لاره کې د ښکیلو اړخونو نظرونه سره نژدې کړي.

که څه هم طالبانو خپل استازي دې ناستې ته استولي خو د افغانستان حکومت او د سولې شورا وايي رسمي مرکچیان یې په دې غونډه کې ګډون نه لري. دې غونډه ته د ولسي جرګې پخوانۍ غړي ملالۍ شینوارې هم ورغلې ده.

په دغه ناسته کې د طالبانو د استازو مشري شیر محمد عباس ستانکزی کوي. طالبانو په یوه خبر پاڼه کې ویلي و غواړي له دې لارې خپل نظرونه نړیوالو ته ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو بي بي سي ته ویلي حکومتي استازي ځکه په دې ناسته کې برخه نه لري چې اوسمهال د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ څلوړ اخیزه رسمي ناستې رواني دي او د دوی ټکو په دوحه کې بلې غونډې ته اړتیا نشته.

پګواش نړیوال ګانډايي څیړنیزپه نړۍ کې د کړکیچونو دحل لپاره څیړنې کړې دي. دغه بنسټ چې د سولې نوبل جازه یې ګټل، پخوا هم د افغانستان په اړه ورته ناستې جوړې کړې وې.