طالبانو د سولې خبرو د پیل لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي

طالبانو د لومړي ځل لپاره له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو لپاره نوي شرطونه اعلان کړل.

په دغه شرطونو کې په قطر کې د دغې ډلې سياسي دفتر په رسميت پېژندل، د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالب مشرانو ايستل، د طالب زندانيانو خوشي کول او د سولې پر ضد تبليغاتو مخنيوی شامل وو.

طالبانو دغه شرطونه د قطر پلازمېنې دوحه کې د پګواش په نوم يوه څېړنيز مرکز له خوا جوړه شوې غونډه کې وړاندې کړي دي.

دغې ډلې، بحث ته د افغانستان په کړکېچ کې ټول ښکېل لوري ور بللي وو، خو افغان دولت دغه بلنه نه وه منلې.

افغان حکومت ويلي وو، اوسمهال د سولې په اړه خبرې او هڅې د څلور اړخيزې ډلې له خوا چې په هغو کې افغانستان، چين امريکا او پاکستان شامل دي ترسره کېږي، "په دې وخت کې د پګواش غونډې جوړول مناسب او اړين نه دي."

د طالبانو د استازو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د بهرنيو ځواکونو، په ځانګړي توګه د امريکايي هغو په اړه بايد د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې وشي. خو له افغانانو سره تړلو مسلو په اړه دغه ډله باور لري چې افغانان يې حل موندلای شي.

د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلي، چې له سولې باید د شخصي او سیاسي هدف د ترلاسه کولو د یوې وسیلې په توګه کار وا نخستل شي او دوی د افغانستان د کړکېچ حل په سوله کې ویني.

طالبانو وړاندې تر دې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او د يوه اسلامي سيستم جوړول د سولې خبرو د پیل لپاره خپل شرطونه يادول، خو دا ځل يې نوي شرطونه مطرح کړي دي.

ويل کېږي په یاده شوې غونډه کې د طالبانو مشري په قطر کې د دغې ډلې د سياسي دفتر مشرعباس ستانکزي کوله.

د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند چې غونډه کې يې ګډون کړی و، بي بي سي ته ويلي، اټکل کېږي چې د دغې ناستې له ګډونوالو څخه يوه ډله جوړه شي، چې کابل کې له افغان چارواکو سره د غونډې لاسته راوړنې شريکې کړي.

د ښاغلي ځلاند په وينا په دغه ناسته کې يو شمېر سفيرانو، پخوانيو وزيرانو، د ولسي جرګې ځينو غړو، سياستوالو او په قطر کې د پاکستان او هند د سفارتونو غړو هم ګډون کړی و.

کنفرانس د پګواش په نوم یوې څیړنیزې موسسې جوړ کړی. دغه مرکز د افغانستان ترڅنګ په نړۍ کې د کړکېچونو د حل لپاره څېړنې کړې دي، چې د سولې نوبل جايزه یې ګټلې او پخوا يې هم د افغانستان په اړه ورته ناستې جوړې کړې وې.

ورته مطالب