د طالبانو برید کې د موبي ګروپ وژل شویو کارکونکو فاتحه واخیستله شوه

د انځور حقوق .
Image caption ولسمشر محمد اشرف غني دا برید د افغانستان پر اساسي قانون او "لوړو ارزښتونو" برید وباله

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د موبي ګروپ د وژل شویو ژورنالستانو فاتحه کي ګډون وکړ.

فاتحه کي دپخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون سلګونو دولتي چارواکو، سیاسي مشرانو، مدني فعالانو ، ژورنالستانو، برخه درلوده.

دغه ژورنالیستان تېره چهارشنبه د طالبانو لخوا په يوه ځانمرګي برېد کي ووژل شول، چې په کور دننه او په نړیواله کچه یې سخت غبرګونونه وپارول.

احمدشاه انګار له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې د فاتحې یوه ګډونوال غفور جاوید، چې مدني فعال دی، دغه برید ټولو رسنیو ته د ګواښ په معانا وباله.

د موبي ګروپ پر کارکوونکو برید، په کور دننه او بهر یې جدي غبرګونونه راوپارول.

د انځور حقوق .
Image caption دغه برید په کور دننه او په نړیواله کچه سخت غبرګونونه وپارول

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید د افغانستان پر اساسي قانون او "لوړو ارزښتونو" برید وباله.

فاتحه کی یو بل تن ګډون کوونکی جاوید احمد وفا بیا افغان حکومت هم په دغه پېښه کي ګرم وباله.

د ملگرو ملتونو امنیت شورا، د بشري حقونو یو شمېر ادارو لکه د بشري حقونو نړیوال سازمان، د بښنې نړیوال سازمان او همدراز په افغانستان کې مدني ټولنو او رسنیو دغه برید به کلکه وغانده.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون هم په یوه اعلاميه کي وویل چې ددې هېواد رسنۍ به د رسنیو پر کارکوونکو د طالبانو برید ته ځواب ورکړي او له دغې "ترهګرې ډلې" سره به د رسنیو اړیکې جدي بدلون ومومي.

دا برید څو میاشتې وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د افغانستان دوه خصوصي ټلویزیونه، "طلوع" او "یک" د کندوز جګړې پرمهال پر بې پریتوب نه کولو تورن کړل او اعلان یې وکړ چې ددغو شبکو دفترونه او کارکوونکي د دوی لپاره پوځي هدفونه دي.