ارګ: له هغو ډلو سره خبرې کوو چې له تاوتريخوالي او جګړو لاس واخلي

د انځور حقوق arg
Image caption د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند په وينا "له هغو ډلو سره خبرې چې د سولې لپاره شرطونه ږدي افغانان يې نه مني."

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي حکومت له هغو ډلو سره د سولې خبرې کوي، چې له تاوتريخوالي او جګړو لاس واخلي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال ویندوی ظفر هاشمي په يوه خبري ناسته کې ويلي موږ له هغو ډلو سره خبرې کوو چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د ترهګرۍ کړنې پرېږدي.

د نوموړي په وينا "له هغو ډلو سره خبرې چې د سولې لپاره شرطونه ږدي افغانان يې نه مني."

ظفر هاشمي د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالبانو د نومونو ايستلو د غوښتنې په اړه وويل، "د دې ډول شرطونو پر ځای کول يوه شخص يا يوې ډلې پورې تړاو نه لري، په دې اړه ځانګړو معيارونو ته اړتيا ده."

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر په رسميت پېژندل، د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ايستل، د دوی پر سرونو د جايزو لرې کول، د طالب زندانيانو خوشي کول او د سولې پر ضد تبليغاتو مخنيوی له هغو نويو شرطونو څخه دي چې دغې ډلې له افغان دولت سره د سولې خبرو د پيل لپاره اېښي دي.

په دې اړه د طالبانو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د بهرنيو ځواکونو، په ځانګړې توګه د امريکايي هغو په اړه بايد د طالبانو او امريکا تر منځ خبرې وشي. خو له افغانانو سره تړلو مسلو په اړه دغه ډله باور لري چې افغانان يې حل موندلای شي.

د طالبانو په خپره شوې اعلاميه کې دا هم راغلي وو، چې له سولې بايد د شخصي او سياسي هدف د ترلاسه کولو د يوې وسيلې په توګه کار وا نخستل شي او دوی د افغانستان د کړکېچ حل په سوله کې ويني.

طالبانو دغه شرطونه د قطر پلازمېنه دوحه کې د پګواش په نوم يوه څېړنيز مرکز له خوا جوړه شوې غونډه کې وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه دوهمه، څلور اړخيزه غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو، چې له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي.

ښاغلي هاشمي نن وویل چې افغان حکومت به د سولې خبرې اترې له هغه ځانګړي دریځه پر مخ بوځي چې وار له مخې پرې د افغانستان، پاکستان او چین په ګډون په درې اړخیزو او د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ په څلور اړخیزو غونډو کې موافقه شوې. په یادو ناستو کې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د څرنګوالي پر ټاکلو خبرې شوې دي.

پګواش ټولنې په دغه غونډه کې د افغانستان جګړه کې ښکېل لوري، د ولسي جرګې ځينې غړي او مدني فعالانو ته بلنه ورکړې وه. خو افغان دولت يې بلنه نه وه، منلې او په دغه غونډه کې يې په رسمي ډول برخه نه وه اخيستې.

افغان دولت وايي اوسمهال د سولې په اړه خبرې او هڅې د څلور اړخيزې ډلې له خوا چې افغانستان، چين امريکا او پاکستان يې غړيتوب لري روانې دي، او "په دې وخت کې د پګواش غونډې جوړول مناسب او اړين نه دي.