يو افغان پوليس اروزګان کې خپل ۱۰ ملګري وژلي

د انځور حقوق f

د افغانستان په جنوب کې د اروزګان ولايت چارواکي وايي، يوه پوليس چې د دوى په وينا له طالبانو سره يې اړيکه لرله، خپل ١٠ ملګري وژلي دي.

د اروزګان د والي ویاند ،دوست محمد نایاب، په وينا، بريدگر يوې امنیتي پوسته کي خپل ١٠ ملګري لومړی مسموم کړي او بیا په ډزو وژلي دي.

دغه پېښه د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته کي رامنځته شوې ده.

ښاغلی نایاب وایې، په دغه امنیتي پوسته کي ۱۱ پولیس وو، چې یوه یې د شپې مهال پرخپلو ملګرو د ټوپک شپیلۍ ور اړولي او ټول یې وژلي دي.

برید کوونکی د خپلو ملګرو تر وژلو وروسته وسلې له ځان سره وړې او له طالبانو سره یوځای شوي دی.

وسله وال طالبانو د دغه پېښې مسولیت منلی، دوی وايي د دغې پوستې پولیس یې وژلي او وسلې يې ترې "غنیمت" کړي دي.

بل خوا د اروزګان چارواکي وایې، سيمې ته يې نوي ځواکونه استولي.

دا په تېر دوو اوونیو کي په اروزګان ولایت کي د دې ډول دوهم برید دی چې یو پولیس په کې خپل ملګري وژني.

د روان کال د جنورۍ پر ۱۷ اروزګان ولایت کې نهه سرتېرې د خپلو څلورو ملګرو له خوا چې له طالبانو سره يې اړيکه لرله وژل شوي وو.

ويل کېږي دا ډول بريدونه چې وړاندې د ناټو او امريکايي ځواکونو لپاره لويه ستونزه وه اوس يې د افغان ځواکونو لپاره سرخوږی جوړ کړی دی.

په دې ډول بريدونو کې افغان امنيتي ساتونکي چې د دولت له مخالفانو سره اړيکه لري پر افغان يا بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.