"د افغانستان میسي" پلاستیکي کمیس لري خو توپ نه لري

د انځور حقوق Twitter joynaw5

پنځه کلن هلک مرتضی احمدي چې له یوې پلاستیکي کڅوړې یې ځان ته د فوټبال د وتلي ستوري لیونل میسي نمونوي کمیس جوړی کړی و، نن بي بي سي ته وویل چې خپله توپ نه لري، له نورو یې پور اخلي.

مرتضی احمدي د غزني ولایت جاغوریو ولسوالۍ اوسېدونکی دی. بي بي سي وکولی شول له مرتضی او د هغه له کورنۍ سره د ټېلفون له لارې خبرې وکړي. هغه موبایل ټېلفون غوږ ته کولو سره وویل: "زه میسي یم."

د مرتضی پلار محمد عارف احمدي وایي، خلک او کورنۍ یې هغه ته مرتضي وایي او تر دې مهال چا دغه ماشوم ته میسي نه دي ویلي، خو خپله پر میسي ویلو ټینګار لري.

مرتضی وایي، میسي سره مینه لري او هغه یې ډېر خوښېږي.

هغه د میسي له نوم سره یو کال وړاندې د ټلویزیون له لارې اشنا شوی دی. د هغه د پلار په خبره، دا چې هغوی له لمریزې برېښنا کار اخلي، نو کوچنی ۱۴ انچه ټلویزیون لري او له خپلې کورنۍ سره د سټلایټ له لارې ټلویزیوني پروګرامونه ګوري.

د انځور حقوق Hamayon Ahmadi

د مرتضي پلار وایي، زوی یې دومره له میسي سره مینه لري چې هغه د شپې په خوب کې ویني. هغه یوه ورځ ټینګار کاوه چې ورته د میسي کمیس واخلم. هغه ته مې وویل: "جاغوري چېرته او میسي چېرته؟"

د مرتضی د پلار په خبره، د میسي کمیس اخستلو باندې ډېر ټینګار هغه اړ کړ چې خپل ورور همایون ته یوه پلاستیکي ابي رنګه کڅوړه راوړي، ترڅو د میسي نوم او د هغه د کمیس شمېره پرې ولیکي.

دی وایي، دا چې زوی یې د میسي کمیس لپاره نارامه وو، نو غوښتل یې په دې کار سره آرام شي.

ښاغلی احمدي وایي، دی هم غواړي د خپل زوی لپاره د میسي جامې واخلي، خو ستونزه داده چې ددوی په لرې پرتې سیمې کې د میسي کمیس نه موندل کېږي.

د مرتضي ورور همایون احمدي وویل، وروسته له هغه چې ده پر دغې پلاستیکي کڅوړې د میسي نوم او شمېره ولیکله، مرتضی ترې وغوښتل چې انځور یې واخلي.

همایون وایي: "وروسته مې یې عکس په فسبوک کې خپور کړ."

د انځور حقوق Hamayon Ahmadi

مرتضي پر فوټبال مین دی. دی هر مازدیګر خپل کور ته څېره له خپلو کلیوالو ملګرو ماشومانو سره فوټبال کوي. خپله توپ نه لري او له خپل تره یې په پور اخلی.

دی وایي، ښوونځي ته نه ځي. خو پلاستیکي کڅوړه یې خپله موندلې او خپل ورور ته یې ورکړې چې د میسي نوم او شمېره پرې ولیکی.

له مرتضي مو وپوښتل چې له مسي څه غواړي؟ دغه پنځه کلن ماشوم وویل: "هیله لرم چې میسي راته کمیس راولېږي او راشي ما له ځانه سره بوځي."

محمد عارف احمدي پخپله ساده بزګر دی چې د غزني د جاغوریو ولسوالۍ د سنګماشه سیمې په قمبر کلي کې ژوند کوي.

دی وایي، درې زامن او درې لوڼې لري، خو ټول زامن یې د میسي مینه وال نه دي. دی وایي څو ځلې د لوبغاړو پر سر دده زامنو خپلو منځو کې دعواوې کړې دي.

کیسه له هغه پیل شوه چې په ټویټر کې د لیونل میسي یوه مینه وال دا عکس خپور کړ او ویې لیکل چې دا ماشوم د عراق اوسېدونکی دی.

ددې ټویټر کاروونکي وروسته ادعا وکړه چې د میسي لخوا یې دنده اخستې ترڅو دا ماشوم راپیدا کړي او ددې کار لپاره یې له خلکو مرسته وغوښته.

د انځور حقوق Twittermessi10stats

په خواله رسنیو کې د مرتضی تصویر تر خپرېدو وروسته، میسي غوښتل له دې ماشوم سره وګوري. وروسته یوه کوردي ټلویزیون رپوټ ورکړ چې دا هلک هومن نومېږي او ادعا یې وکړه چې دهوک سیمه کې اوسېږي.

وروسته د ټویټر یوه کاروونکي وویل، ځکه یې ویلي چې دا ماشوم د دهوک اوسېدونکی دی چې غوښتل یې دې موضوع ته د نړیوالو پام واړوي.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

ورته مطالب