افغانستان کې پاکو اوبو ته لاسرسی؛ د م.م پر راپور د یوه څېړنیز بنسټ شک

د انځور حقوق BBCUZBEK.COM

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې، د روغتیا نړیوال سازمان او د م.م د ماشومانو وجهي صندوق پر راپور شک ښوولی چې ګنې افغانستان د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په تړاو د ملګرو ملتونو د زریزې د یوه هدف شاخص ته د رسېدو درشل کې دی.

افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې د ملګرو ملتونو د زریزې پراختیا سند لاسلیک کړی او ژمنه یې کړې چې ددې سند اته ګونو موخو ته تر ۲۰۲۰ کال پورې ځان ورسوي. دغه هېواد له ملګرو ملتونو غوښتي، پایدار امنیت د اتم هدف په توګه د افغانستان د خاص شاخص په توګه په دې سند کې ورزیات کړي.

ددې څېړنیز بنسټ یوه غړي رامین انوري بي بي سي ته وویل، دغه راپور ټولې هغه شمېرې چې تراوسه خپرې شوې دي، نه ردوي، خو د راپور لیکونکي باور لري چې له دې شمېرو سره باید له احتیاطه کار واخستل شي.

د انوري په وینا، د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو زریزې شاخصونو ته په کتو افغانستان خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لرلي، خو خو د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره وايي، دغو شمېرو کې یوه اندازه اغراق شوی دی.

انوري زیاته کړه: "په دې څیړنه کې ځینې شمېري له حقیقه لري دي، نسبت هغه څه ته چې په عمل کی لیدل کېږي. همدارنګه ددې څیړني په میتودولوژي کې هم برابري نشته. بله موضوع له واقیعته لري وړاندوینې دي."

د انځور حقوق BBCUZBEK.COM

"په دې راپور کي د افغانستان د اوبو په سیسټم کي اوږدمهاله دوام او ثبات خبره شوې. نو زموږ د راپور اصلي موضوع هم همدا ده چې د دې شمېرو سره باید په احتیاط چلند وشي. ځکه امکان لري په افغانستان کی پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسی حقیقت بل شی وي."

د افغانستان حکمت هم د روغتیا د نړیوال سازمان(WHO) او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونسیف) د نوو راپورونو په اړه شک ښوولی دی.

د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیارغوني وزارت د اوبو رسولو د پروګرام مسوول انجنیر غلام قادر وایي، دغه راپور تر خپرېدو وړاندې د افغانستان له دولت سره شریک شوی وو.

ښاغلي غلام قادر وویل، دولت هم د دې راپور د کره والي په اړه شک درلود.

هغه زیاته کړه، که د ملګرو ملتونو او د روغتیا نړیوال سازمان راپور د افغانستان د احصایيې مرکزي ادارې یوې سروې سره پرتله شي، ډېر لوی توپیرونه پکې لیدل کېږي.

د انځور حقوق BBCUZBEK.COM

ده وویل، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې کومې شمېرې چې د افغانستان د احصاییې مرکزي ادارې ورکړې وې، په ملي کچه پاکو اوبو ته د لاسرسي کچه ۴۵ سلنه اعلان شوې وه، په داسې حال کې چې په نوي راپور کې چې په ۲۰۱۴ کال کې خپور شوی دا کچه ۶۴،۸ سلنې ته لوړه شوې ده.

غلام قادر وویل، د کلیو په کچه هم دا شمېرې وړاندې ۳۹ سلنه اعلان شوې وې، خو په نوي راپور کې دغو دوو نړیوالو سازمونونو دا شمېره ۵۸،۴ سلنه اعلان کړې چې "لږ غیرواقعي ښکاري."

یونیسف د افغانستان د څېړنې او ارزونې د راپور هرکلی کړی، خو ویلي يې دي چې په افغانستان کې پاکو اوبو ته د لاسرسي پروړاندې د تېرو کلونو ننګونو ته په پاملرنې سره، په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی.

دوه کاله مخکی هم نړیوال بانک اعلان کړې وو چې افغانستان دې موخي ته رسېدلی دي. خو افغانستان بیا هم د دې راپور په اړه شک څرګند کړې وو.