د بغلان ډنډ غوري کې د دولت مخالفینو پرضد عملیات پيل شوي

د انځور حقوق f

د افغانستان په شمال بغلان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، په ډنډ غوري سیمه کې د مخالفو وسله والو پرضد پوځي عملیات پیل شوې دي.

دا عملیات د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان نن سهار پیل شوې دي.

د بغلان والي عبدالستار بارز وایي، تراوسه په دې عملیاتو کې د دولت لسګونه مخالفین وژل شوي او درې کسان ټپي شوې دي.

د ښاغلي بارز په خبره، د عملیاتو په ترڅ کې څو کلي له مخالفینو پاک شوي. دند غوري د بغلان د مرکز پلخمري ښار په شمال ختیځ کې موقعیت لري چې طالبان پکې فعال دي.

د دولت مخالفینو په دې عملیاتو کې تراوسه د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د دند غوري د امنیت ساتنې لپاره نږدې ۴ میاشتې وړاندې د سیمه د خلکو او دولت ترمنځ د اوربند لپاره یو هوکړه لیک لاسلیک شوی وو.

ددغه هوکړه لاسلیک کلک غبرګونونه راوپارول. په دې وروستیو کې بغلان کې سیمه ییزو چارواکو د سیمې د خلکو لخوا د هوکړې پر نقض اندېښنه وښوده او هغه یې لغوه شوې اعلان کړه.

لا هم به ډنډ غوري کې جګړه روانه ده. د سیمې خلک په دې سیمه کې د جګړې د ختمېدو غوښتونکي دي.

ورته مطالب