پنتاګون افغانستان کې نړیوالو ځواکونو ته نوی قومندان ټاکلی

د انځور حقوق lc.nato.int

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې ډګر جنرال جان مېک نیکلسن په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د نوي قومندان په توګه معرفي شوی دی.

د نیکلسن ټاکل کېدل او څلور ستوریزې جنرالۍ رتبې ته د هغه ترفېع د امریکا د سنا مجلس لخوا تایید شوې.

په تېرو ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشري جنرال جان کمپبل کوله.

جان نیکلسن اوسمهال د ناټو د ځمکنیو ځواکونو قومندان دی. هغه وړاندې په افغانستان کې هم دنده ترسره کړې او یو مهال افغانستان کې د ناټو د عملیاتو قومندان وو.

په تېر یوه کال کې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ماموریت د افغانستان امنیتي سرتېرو په روزنې، تجهیز او هغوی ته په سلا مشورو ورکولو پورې محدود وو.

د افغانستان امنیتي ځواکونه چې د ټول افغانستان د امنیت مسوولیت یې پرغاړه اخستی، له ډېرو امنیتي ننګونو سره مخ دي، له ډلې یې د طالبانو لاسته په مقطعه اي ډول د کندوز ښار لوېدل.

له طالبانو او حقاني شبکې سره پر جګړې سربېره، اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش هم د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سرخوږی ګرځېدلی دی.

جنرال کمپبل څه موده وړاندې ویلي وو، د اړتیا په صورت کې به افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړي. ده همداراز ویلي وو چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پروګرام کې باید له انعطافه کار واخستل شي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان جنرال جان آلن، د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا ۴ راډیو ته وویل، امریکا باید افغانستان په اوسني وضعیت کې پرېنږدي.

جان آلن وویل، لومړی باید د افغانستان هوایي ځواکونو ملاتړ وشي او په دویم ګام کې په دې هېواد کې تر ۲۰۲۰ کال پورې ډېر شمېر امریکايي سرتېري پاتې شي.

ورته مطالب