''بې کیفیته درمل د ناروغانو لپاره د شفا پر ځای د نورو ناروغیو لامل''

د انځور حقوق Getty
Image caption په پکتيا کې مو د بې کيفيته درملو د مخنيوی لپاره اقدامات کړي دي محمدالدین محمدي

په افغانستان کې د نورو روغتيايي ستونزو تر څنګ يوه لويه ستونزه بې کيفيته درمل دي، چې دغه هېواد ته په ازاد ډول را وارديږي او خلک وايي، د دې پر ځای چې درمل يې ناروغ ته ګټه ورسوي زيان ورته رسوي.

له دغې ستونزې سره د پکتيا اوسېدونکي هم مخامخ دي، چې ډېری درمل ورته د سوداګرو له خوا له ګاونډي هېواد پاکستان نه را واردېږي.

یو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي، د درملو یو شمېر پاکستانۍ کمپنۍ په ګردېز کې څانګې لري، وايي دوی د دې لپاره ډاکترانو او درمل پلورنکو ته ډالۍ ورکوي چې د کمپنۍ بې کيفيته درمل پر خلکو وپلوري.

دغه خلک وايي کله چې د ځينو درملتونونو او ډاکټرانو لخوا ورته دا ډول درمل ورکول کېږي، نه يوازې دا چې اغېز نه لري، بلکې وايي، ځينې مهال يې حالت نور هم ناوړه کېږي.

د ګردیز یو اوسېدونکی وايي:

''رښتيا هم کيفيت يې ډېر ټيټ دی، په ارزانه بيه په بهرنیو کمپينو کې جوړيږي او دا سوداګر يې چې راوړي، ګټه وټه ورته پکې ډېره پاتې کېږي، نو د دې لپاره يې دوی دلته راوړي او د ولس په کېسه کې نه دی، چې کوم کيفيت باندې يې راوارد کړي، مثلاً هلته چې يو ټاېلېټ وخوري ورباندې ښه کېږي، خو دلته چې بشپړ پاکټ هم په يوه شپه وخوري هېڅ کوم اغیز نه کوي، ما خپله څه موده مخکې یو درمل د وېښتانو لپاره استعمالول هغه مې رانیول، کله مې چې يو، دوه ورځې استعمال کړل د دې پر ځای چې وېښتان مې ښه کړي، لا يې پسې توی کړل.''

يوازې ولسي وګړي نه دي چې د بې کيفيته درملو له ستونزې کړيږي، بلکې د ګرديز ښار د شخصي کلینیکونو ډاکتران هم له دغې ستونزې شکايت لري، چې وايي، دغه ولايت کې د ناسمو درملو کارونې د خلکو ترمنځ د دوئ باورهم راکم کړی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption هغه بې کيفيته درمل چې پکتيا ته راوارديږي موږ يې له درملتونونو ټولوو او د يو ګډ پلاوي پر وړاندې يې سوځوو محمد الدین محمدي

په ګرديزکې د داخله ناروغيو معالج ډاکتر عبدالهادي حماس، کتنځای ته ورغلم چې د يوه ناروغ په کتلو بوخت و،

دی وايي:

''هغه یو شمېر پانګوال چې دوی د درملو په برخه کې پانګونه کړې ده، دوی کمپنيانو ته ځي که له هندوستان يې راواردوي او که له پاکستانه يې راواردوي يا له نورو ځايونو، هلته دوی په ملي ګرام کې لږوالی راولي، دوی ته هغه ډېرې زياتې پيسې ګټي، نو دا بله هغه ستونزه ده چې طبي ډاکټران ور سره مخامخ دي يعانې د درملو کيفيت ور سره بدليږي او له همدې امله ناروغان ور سره نه ښه کېږي، چې د ناروغانو او ډاکټرانو تر منځ يې واټن ايجاد کړی دی''

د پکتيا عامې روغتيا رياست چارواکي مني چې دغه ولايت ته بې کيفيته درمل واردېږي خو وايي دوی تر خپله وسه د داسې درملو د کارونې مخنيوی کړی.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست ګل محمدالدين محمدي راته د تليفون له لارې وويل، له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده او بې مهاره پوله د دې لامل کېږي چې ناسم درمل په پټه پکتيا ته را وارد شي.

''په پکتيا کې مو د بې کيفيته درملو د مخنيوی لپاره اقدامات کړي دي، زموږ صحي او د ارزونې ټيم هره ورځ په مرکز او ولسواليو کې کار کوي، موږ د ولسواليو مسولين هم لرو، هغه بې کيفيته درمل چې پکتيا ته راوارديږي موږ يې له درملتونونو ټولوو او د يو ګډ پلاوي پر وړاندې يې سوځوو؛ تاسو ته معالومه ده، چې پکتيا ولايت له ګاونډي پاکستان سره اوږده پوله لري، نو کله نا کله دا درمل له بېلو قاچاقي لارو راتيريږي، دلته راځي خو موږ يې په اړه جدي اقدام کوو''

پکتيا د سويل ختيځ زون يو له هغو سرحدي ولايتونو دی، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره شاوخوا ۴۲ کيلومتره ګډه پوله لري او ډېری بې کيفيته درمل په پټه دغه ولايت ته راوړل کېږي.

يوازې په پکتيا کې نه، بلکې په ټول افغانستان کې د بې کيفيته درملو کارونه يوه لويه ستونزه ګڼل کېږي. د روغتيايي چارو کاروپوهان په دې باور دي، چې که د دغه ډول درملو مخه ونيول نه شي ښايي د نورو ډېرو ناروغيو لامل هم شي.