"افغانستان کې د طالبانو اغېز له ۲۰۰۱ کال راهيسې تر بل هر وخت ډېر شوى"

د انځور حقوق Reuters

يوه جګپوړي امريکايي چارواکي ويلي دي چې افغانستان کې په ٧٠ سلنه خاوره کنټرول او " طالبان نژدې ٣٠ سلنه خاورې باندې اغېز يا ولکه لري".

په افغانستان کې د امريکا د بيا رغونې د چارو څارونکي، جان سوپکو، کانګرس ته په خپل راپور کې ويلي دي چې " د افغانستان امنيتي حالت مخ په خرابېدو دی او راتلونکې هم روښانه نه ده."

ده وويل چې طالبان ٢٠٠١ کال کې له واکه تر شړل کېدو وروسته اوس مهال له بل هر وخت نه زياتې سيمې تر کنټرول لاندې لري.

ښاغلي سوپکو وويل، دا "نژدې ناشونې ده چې امريکايان او ان افغان چارواکي ځينو لرو پرتو سيمو کې د بيا رغونې پروژو څارلو لپاره لاړ شي."

تېر کې افغان حکومت د وسله والو د اغيز په اړه دا ډول راپورونه رد کړي خو تر دې دمه د سيګار د مشر د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې امريکا د افغانستان د بيا رغونې په برخه کې ۱۱۳ مېليارده ډالر لګولي، خو د دې راپور تر مخه تر اوسه هم دغه هېواد په خپلو پښو نه دی ودرېدلی او طالبان اوس هم د يوې ډلې په توګه شتون لري.

د انځور حقوق AP
Image caption د سيگار دا راپور په داسې وخت کې مخې ته راغلى دى چې سولې پروسې راوژندۍ کولولپاره هڅې روانې دي.

د دې نه وړاندې افغانستان کې د امریکايي او نړيوالو ځواکونو لپاره نوي قومندان جنرال جان نيکلسن ويلي وو چې په دغه هېواد کې "امنيتي حالت مخ په خرابېدو دی.

د سيګار دا راپور په داسې وخت کې راغلى دى چې ټاکل شوې ده د افغانستان د سولې د پروسې پيلولو په تړاو درېيمه غونډه د فبرورۍ پر شپږمه نېټه اسلام اباد کې ترسره شي.

ورته مطالب