امريکا په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د پنځه ميليارده ډالرو مرسته کوي

Image caption له دغو پيسو ډېری به د ودانيو جوړولو په برخه کې ولګول شي.

د امريکا د پراختيا اداره، د امريکايي ځواکونو د انجينرۍ واحد، په افغانستان کې د دې هېواد سفارت او دوه نور نظامي بنسټونه په افغانستان کې د ساختماني برخې سره مرسته کوي.

په افغانستان کې د ودانيو د جوړولو په برخه کې د يادو پنځو بنسټونو ټوله بوديجه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره پنځه ميليارده ډالره ده. له دې پيسو څخه يو ميليارد ډالر به په ۲۰۱۶ کې يوازې په افغانستان کې د ودانيو پر جوړولو لګول کېږي.

د دې پيسو ډېره برخه به د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د نظامي او روزنيزو تاسيساتو پر جوړولو ولګول شي.

همدارنګه ويل شوې چې د دې بوديجې څخه يوه برخه د افغان ځواکونو پر تدارکاتو او په امنيتي ځواکونو کې د ښځينه کارکوونکو پر ظرفيت لوړولو هم لګول کېږي.

د افغانستان د ساختماني شرکتونو د ټولنې مشر نعيم ياسين وايي د ودانيو د جوړولو په برخه کې د امريکا د پيسو روښانول دوی ۲۰۱۶ کال ته هيله من کړي دي.

نوموړی وايي "د ساختماني شرکتونو لپاره به ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونه د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په پرتله ښه وي او کومې پروژې چې پلې کېږي ډېرې ښه پروژې دي او ښه اميدواري موږ ته راکوي".

د ده په وينا سلګونه ساختماني پروژې به د امریکايي بنسټونو په پيسو د افغان ساختماني شرکتونو له خوا پلې شي. د امریکا د مالي بنسټونو د مرستې کچه په ۲۰۱۴ کال کې د ټولټاکنو په خاطر او په ۲۰۱۵ کال کې د حکومت د جوړېدو د ځنډ له امله لږ شوې وه.

۲۰۱۶ کال د ناټو د عمومي قومندان له خوا د جګړې کال تعريف شوی دي په افغانستان کې د ساختماني شرکتونو لپاره به هم د ننګونو ډک کال وي، خو بيا هم د افغانستان د ساختماني شرکتونو ټولنه دا کال د افغانستان لپاره هيله بښوونکي ښيي او وايي چې روان کال د افغانستان اقتصاد د ودې لپاره ګټور وي.

ورته مطالب