جرمني: هغه افغان کډوال چې نه دي منل شوي بېرته افغاستان ته استوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس وايي هغه افغان کډوال چې په جرمني کې نه دي منل شوي، ښايي په زور له دغه هېواده وشړل شي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي دوی له افغان لوري سره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر سر تفاهم ته سره رسېدلي دي. چې له مخې به یې هغه افغان کډوال چې په جرمني کې نه دي منل شوي بېرته خپل هېواد ته ستنوي او د اړتیا په صورت کې دغه کسان په جبري ډول هم له جرمني شړلی شي.

افغان چارواکي بیا وايي دوی به په هر ځای کې د خپلو وګړو د حقه حقونو ملاتړ وکړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر نن د افغان ولسمشر په ګډون د مالیې، کورنیو چارو او ځینو نورو چارواکو سره ناستې لرلې.

ښاغلی توماس وايي دواړو خواوو د افغان پولیسو د روزنې، په هېواد کې د افغان ځوانانو د پاتې کېدو او د انساني قاچاقو په تړاو خبرې کړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر یوې خبري ناستې ته وویل، جرمني هوډ لري چې د افغان پولیسو په روزنه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. دی وايي موږ دلته پاتې کیږو، او پیغام مو افغانانو ته دا دی چې په خپله خاوره کې پاتې شی.

ښاغلی توماس وايي هغه افغان کډوال چې په جرمني کې نه دي منل شوي نو ښايي په زور هم له دغه هېواده وشړل شي

ښاغلی توماس دا هم وايي زیاتره افغان کډوال چې جرمني ته ورغلي، د افغانستان د شمال اوسېدونکي دي، چې هلته امنیتي حالت هم ښه دی. او یو شمېر نور یې له ایرانه ورځي، دوی خپله وايي د ښه ژوند په موخه جرمني ته تللي دي. نو له انساني پلوه پر دې پوهیږي خو د دوی له قوانینو سره په ټکر کې خبره ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له مرستندویه هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې له زیربنايي پروژو سره مرستې وکړي، چې دا په خپله پر امنیت او کار موندنې دواړو اغېز لري.

ښاغلي نور الحق علومي وویل هغه کسان چې په داوطلبانه ډول بېرته راستنیږي نو له هغوی سره مرستو ته تیار دي او په هر ځای کې به د خپلو وګړو د حقه حقونو ملاتړ وکړي.

تېر کال شاوخوا ۱۵۰ زره افغان کډوالو په جرمني کې د پناه غوښتنې په موخه په دغه هېواد کې خپل نومونه ثبت کړي دي.

ورته مطالب