ننګرهار کې د 'داعش' پر رادیو برید کې '۲۹ داعشیان وژل شوي'

د انځور حقوق

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ''اسلامي دولت'' ډلې ''خلافت'' نومې راډیو په هوايي برید کې له منځه تللې ده. ویل کېږي دغې ډلې ددې رادیو له لارې د افغانستان د دولت پرضد تبلیغات خپرول.

پر رادیو برید افغان هوايي ځواکونو کړی دی.

د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال بي بي سي ته وویل، برید د دوشنبې پر ماښام (غبرګولی ۱۲مه) شوی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ادعا کوي، په برید کې د داعش ۲۹ وسله وال وژل شوي.

سرچینه وايي، دغه څلور بریدونه د اچین ولسوالۍ په مامندو درې سیمه کې شوي دي.

مشرقيوال وايي، څرګنده نه ده چې په برید کې هلته څومره کسان وو.

وړاندې د افغانستان د مخابراتو وزارت ویلي وو، د داعش د رادیو د خپرونو مخه یې نیولې ده خو مشرقيوال وویل، دې رادیو د برید تر شېبې پورې هم خپرونې کولې.

د ننګرهار ځینو اوسېدونکو هم بي بي سي ته ویلي، د برید له خبر وروسته یې د ''خلافت رادیو'' خپرونې وانه ورېدې.

په تېره دسمبر میاشت کې، د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو او د مخابراتو وزارت ومنله چې په دې ولایت کې داعش یوه رادیو فعاله کړې او خپرونې کوي.

د مخابراتو وزارت ویاند یاسین صمیم وویل، ددې رادیو پروګرامونه د هغې رادیو پر څپو خپرېږي، چې وړاندې له مخابراتو وزارت سره د یوې بلې سیمه ییزې رادیو په توګه ثبت شوې وه.

ښاغلی صمیم زیاتوي، یاده سیمه ییزه رادیو له دې کبله له کاره ولوېده، چې وسله والو یې پر دفتر برید وکړ.

ویل کېږي داعش د دې رادیو له لارې، د افغانستان د دولت پرضد خبرپاڼې او پیغامونه خپرول او له ځوانانو یې غوښتل چې له دې ډلې سره یوځای شي.

د سیمه ییزو چارواکو او خلکو په وینا، دې رادیو خلک ''جهاد النکاح'' او د پیسو راغونډولو ته هڅول.

وړاندې په افغانستان کې د آزادیو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) ویلي وو، د داعش رادیو له لارې د هېواد په ختیځ کې خبریالانو ته د مرګ ګواښونه شوي وو.

ورته مطالب