افغان چارواکي وايي بغلان کې يې د وسله والو پر وړاندې "پرمختګ" کړى

د انځور حقوق f

د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت چارواکي ادعا کوي چې هلته د مخالفو وسله والو پر ضد پیل شوي عملیات "ښه" پر مخ روان دي او د بشپړېدو سره به يې پلازمینې کابل ته د غځېدلې برېښنا پرې شوي مزي هم بېرته ورغول شي.

د بغلان ولایتي شورا مشر وايي په دغه ولایت کې د مخالفینو شتون او فعالیتونو پر وړاندې پر وخت ګامونه نه دي اوچت شوي او که وروسته تر دې هم لاپروايي وشي نو د افغانستان شمال ته به یو ګواښ وي.

د بغلان والي، عبدالستار بارز بي بي سي ته ويلي، د مخالفو وسله والو پر ضد په سیمه کې عملیات پیل شوي او تر دې دمه یې پرمختګونه هم لرلي دي، خو وايي د هوا خرابوالی د دوی د چټک پرمختګ په مخ کې اصلي خنډ دی.

نوموړی وايي "سیمه تقریبا غرنۍ ده، وریځې شته او د مسلحو قواوو د وسلو کارولو لپاره ساحه یو څه محدوده ده، چې د جګړې د اوږدېدو یو لامل هم دا دی".

د بغلان د ولایتي شورا مشر صفدر محسني بيا ادعا لري کله چې مخالف وسله وال د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له پيلېدو خبر شول نو له نورو ولایتونو یې خپل پلویان ورټول کړل چې د دوی پر وړاندې جګړې کې ورګډ شي.

شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې د بغلان په ډنډ غوري سیمې کې د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات پیل شوي، خو تر اوسه هغو سیمو ته نه دي رسېدلي چې کابل د برېښنا غځېدلي مزي په کې پرې شوي دي.

تېره شپه هم یو شمېر وسله والو مخالفینو پلخمري ښار ته څېرمه برید کړی و، چې د چارواکو په وینا د سیمې د خلکو او امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

ورته مطالب