له جنرال کمبل سره د افغانستان پر وضعیت مرکه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان وايي، که چېرې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د سولې لپاره پاموړ هلې ځلې ونه شي، روان کال به هم د تېر په څېر خونړی کال وي.

جنرال جان کمبل د بي بي سي له اولیا اطرافي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان مشرتابه بیړه لري، چې په دې موده کې یوڅه وکړي:

پوښتنه: په وروستیو کې ولسمشر اوباما ځانګړو ځواکونو ته اجازه ورکړه چې پر داعش بریدونه وکړي. د طالبانو په تړاو تاسو په یوه مشورتي حالت کې یاست، خو د داعش په اړه تاسو ته د بریدونو اجازه درکړل شوې، ولې مو له داعش سره دریځ بېل دی؟

ځواب: تاسو به نه یاست پوه شوي، زه واک لرم چې پر داعش حملې وکړم، نه یوازې ځانګړي ځواکونه، ما پر داعش پخوا هم بریدونه کولای شول، که هغوی پر افغان یا ایتلافي ځواکونو د یرغل تکل لرلای، خو اوس داعش ورځ په ورځ غټېږي، هغوی ډېر ظالمان دي، زموږ حکومت هغوی ترهګر ونومول، زموږ هڅه به دا وي چې داعش ونه توانېږي پر افغان ځوکونو بریدونه وکړي، ډېر طالبان د ایتلافي او فغان ځواکونو په لاس وژل شوي، نو موږ به خپلو مشورو او حمایت ته دوام ورکړو چې افغان ځواکونه تکړه کړو.

خو زما یوه بله دنده له ترهګرۍ سره مبارزه ده، چې هغه ما ته ځینې واکونه راکوي، زما پدې موقف کې به زموږ هڅه دا وي دغه ترهګرې ډلې چې پر اروپا د بریدونو خوبونه ویني، او یا غواړي پر امریکا بریدونه وکړي، موږ یې مخنیوی وکړو، او داعش په ډاګه ویلي چې هغوی غواړي پر اروپا او امريکې بریدونه وکړي، چې هغوی غواړي خلافت جوړ کړي او بې ګناه ښځې او ماشومان ووژني. نو زه به تر خپله توانه، لومړی افغان ځواکونه تکړه کړم او چې د داعش مخنیوی خپله وکړي او دوی ډېر ښه روان دي.

پوښتنه: په افغانستان کې داعش یوه نسبتاً کوچنۍ ډله ګڼل کېږي، ایا تاسو په یوه شي خبر یاست چې افغانان ندي پرې خبر، ایا تاسو داعش غټېدونکی، او راتلونکي ته یې خطر بولئ؟

ځواب: داعش د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ کې د خراسان ولایت یادونه کړې وه، او له هغه راهیسې یې د افغانستان لروبر د غټېدو راپورونه رارسېدلي، په تېرو شپږو اوو میاشتو کې دوی د ننګرهار پر څلورو پنځو ولسوالیو تمرکز لرلی: هسکه مېنه، اچین او نورې په سوېل کې، او فکر کوم دوی ویلي غواړي جلال آباد او کونړ ونیسي، دوی غواړي خلافت رامنځ ته کړي او پر اروپا او امریکا بریدونه وکړي، په اوپراتیفي حساب یې پورته کېدونکي بللای شو، ځکه دوی په پرله پسې توګه غټېږي، خو په داسې حالت کې ندي چې خپل ارمانونه ترسره کړي، ځکه چې هممهاله یې طالبان او افغان ځواکونه ترټي، نو زه د داعش یوه دقیقه شمېره نشم درکولای، خو فکر کوم تر طالبانو یې شمېر ډېر لږ دی، او دوي پر یو څو سیمو راټول دي، په افغانستان کې په ننګرهار کې او تر ډېره کونړو کې فعال دي.

پوښتنه: اولسمشر غني په خپله وروستۍ مرکه کې وویل که په اپریل میاشت کې خبرې پیل نشي، نو ګډوډي به لا ډېره شي او لانجه به په سیمه کې خپره شي، تاسو یې دا وینا څنګه وینئ او په څه معنا ده؟

ځواب: فکر کوم ولسمشر غني غواړي د سولې بهیر ګړندی کړي، او طالبان د خبرو مېز ته راولي، پوی کړي یې دي چې مخ ته سیاسي لارې شته...

پوښتنه: ... خو ایا تاسو فکر کوئ وضعیت به ویجاړ شي او جګړه به سیمې ته وغځېږي؟

د انځور حقوق EPA
Image caption باوري یم افغان امنیتي ځواکونه زړور دي، هغه یې مخه نیولای شي او باید یوڅه وکړي، چې تر ۲۰۱۵ یې لاسته راوړنې ښې وي

ځواب: زه فکر کوم، د سولې له بهیر سره پر څنګ به جګړه روانه اوسي، او څنګه چې دې پروسې ته ورننوځو، طالبان غواړي له یوه قوي دریځه مخ ته ولاړ شي، موږ ولیدل هغوی په ۲۰۱۵م کال کې سختې جګړې وکړې چې وښيي ډېره سیمه یې په لاس کې ده. نو دوی څه کوي: دوی د یوه موقت وخت لپاره سیمي نیسي، دوی کندوز ونیو خو څنګه چې افغان ځواکونه ورغلل طالبان ووتل، فکر نه کوم طالبانو د کندوز ساتلو فلسفه درلوده.

پوښتنه: خو په هلمند کې یې سیمه ساتلې، او ښه ډېره سیمه ده.

ځواب: هلمند د هغوی د نشه يي توکو او ملاتړ ځای دی، نو هلمند طالبانو ته ډېر ارزښت لري، له کلونو راهیسې یې د نیولو هڅه کوي، خو زه فکر کوم افغان ځواکونو یې ښه ساتنه کړې، خو دا یوه لانجمنه سیمه ده، او د یوه وخت لپاره به همداسې پاته شي، خو تاسو وینئ چې ۲۱۵ قول اردو ورځ په ورځ ښه کېږي. فکر کوم په پیل کې طالبانو فکر کړی و چې متحده ایالتونه به دولت ته شا کړي او موږ به برلاسي شو، خو دوی غلط حساب کړی و:

متحده ایالتونه او ملګري یې د افغانستان راتلونکې ته ژمن دي، موږ به خپل مالي مرستې روانې وساتو، موږ به خپلو روزنو، مشورو او ملاتړ ته ادامه ورکړو، موږ به یې پر لاښه کولو کار وکړو، او دا هرڅه به کلونه کلونه روان وي، نو که دوی دا حساب کړی و، چې موږ به ولاړ شو او دوی به بې غمه شي، دوی تېروتلي وو، او په عین حال کې به افغان ځواکونه تکړه شي، نو بیاهم، هلمند به تر ډېره جنجالي پاتې شي او په دې کې د قاچاقو غټ لاس دی.

خو په هر حال طالبان یوه لار لري: هغوی باید د سولې بهیر ته راشي، وخت چې ولسمشر غني ټاکلي غواړي ژر د سولې پروسه پیل شي، او موږ نور بې ګناه ښځې او ماشومان هره ورځ له لاسه ورنه کړو، د افغانستان هر وګړی چې مري ولسمشر غني ځورېږي، هغه دا هرڅه ډېر شخصي نیسي، ما خبرې ورسره کړي، هغه سرتېري په روغتون کې ویني، د جګړې د عمومي قوماندان په توګه دا هرڅه شخصي ګڼي، ځکه خو دی غواړي دا پروسه په حرکت راولي، ایا داسې به وشي، دا به وخت څرګنده کړي.

Image caption جنرال کمبل: ''د کابل امنیتي ځواکونه په دوامداره توګه ښه کېږي''

خو زه فکر کوم ښه کوي چې پروسه ټېلوهي، هله به مو څه کولای که ولسمشر ویلای، چې هر وخت وشوه وبه شي، نو دي او ډاکټر عبدالله ډېره زړه ورې پرېکړې کوي، چې غواړي طالبان د سولې پروسې ته راولي او سیمې ته لاس وغځوي، که هغه پاکستان وي او یا چین، روس او یا ایران وي، هر یو باید پوه شي که موږ احتیاط ونه کړو، دا به یوه نړیواله جګړه وي،.

پوښتنه: که په هلمند کې پاتې شو، موږ څو اونۍ مخکې هلته تللي وو، موږ د سنګین له خلکو سره په لښکرګاه کې خبرې وکړې چې هغوی د طالبانو تر ګواښ لاندې هم نه وه، او موږ وپوښتل چې غواړئ څوک مو پر سیمو حکومت وکړي، ډېرو خلکو طالبان خوښول. دا تاسو ته څه معنا لري، فکر نه کوئ په افغان امنیتي ځواکونو کې ستونزه شته، او یا پخپله حکومتي چارې دي چې طالبانو ته فرصت ورکوي سیمې ونیسي، ځکه خو ډېری خلک طالبان غواړي؟

ځواب: هو په ځینو سیمو کې به مناسب امنیتي ځواکونه نه وو، او یا به په فساد ککړ امنیتیان وو، چې ځايي افغانان ورنه زړه ماتي شول، او په دې باور شي چې له طالبانو سره یې ګټه ده. زه دا نه ورسره منم، کله مخکې چې ما درته ولوستل، طالبان په زده کړه باور نه لري، د بیان په ازادۍ باور نه لري، دوی د افغانستان راتلونکي ته ژمن نه دي، که د لښکرګاه او سنګین خلک همداسې غواړي بیا نو طالبان سم دي، خو که یو خوندي او باثباته ژوند غواړي چې خلک به کارونه لري، چې ماشومان به یې ښوونځیو ته ځې او ښه ژوند به لري، نو بیا باید د افغانستان له حکومت سره یوځای شي، نه له طالبانو سره، ځکه طالبان دا شیان نه غواړي، هغوی غواړي تر لاس لاندې مو وساتي، خو بیا هم زه په ځینو ځایونو کې وینم، چې هلته به امنیتي ځواکونه چټک نه وو، امنیتي ځواکونه به په فساد کې ښکېل وو، او مشران به یې نه لرل، ځکه مشرتابه یو مهم څیز دی، او نو دوی زړه ماتي شول، خو زه بیا ورته وایم، افغان ځواکونو ته یو چانس ورکړئ، افغان حکومت پوهېږي چې هغوی باید د ولسوالیو په کچه حکومتولۍ رامنځ ته کړي، که نه خلک به د طالبانو لوري ته وڅکېږي، او طالبان همدا غواړي، ځکه چې ډېر تیار دی محکمې وکړي او خلک ووژني خو دا یې لار نه ده.

پوښتنه: نو تاسو د افغانستان لپاره ۲۰۱۶م کال او د سولې بهیر څنګه وینئ؟

ځواب: ۲۰۱۶م کال به یو سخت کال وي، طالبان به جګړې ته دوام ورکړي، چې له یوه قوي دریځه مخته ولاړ شي، هغوی هم په خپله مشرتابه کې ستونزې لري، هغوی په مالي چارو کې ستونزې لري، مشران یې د جنګیالیو ترڅنګ نه درېږي او ترشا یې پرېښي دي، خو بیا هم فکرم کوو یو سخت کال به وي، خو باوري یم افغان امنیتي ځواکونه زړور دي، هغه یې مخه نیولای شي او باید یوڅه وکړي، چې تر ۲۰۱۵ یې لاسته راوړنې ښې وي، بیا هم طالبان خپلې ستراتېژیکې موخې ته ونه رسېدل، هغوی لوی ښارونه ونه نیول، کندوز یې ونیو او بېرته ووتل، دوی په کابل کې خپلو غټو بمي بریدونو ته ادامه ورکوي، لکه موټر بمونه، په کابل کې د موټر بمونو شمېره د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ ترمنځ اصلاً راولوېده، نژدې ۳۶ سلنه، هغه خلک چې اغېزمن کېږي، دا به نه ویني، خو زه چې یې شمېرې وینم کم شوی دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption کمبل: ''طالبانو کندوز ونیو خو څنګه چې افغان ځواکونه ورغلل طالبان ووتل، فکر نه کوم طالبانو د کندوز ساتلو فلسفه درلوده''.

د کابل امنیتي ځواکونه په دوامداره توګه ښه کېږي، د یوه چسپکي بم او یا ځانمرګي درول اسانه کار نه دی، چې یوې ګڼه ګوڼې ته ننوځي، د درې نیم میلیونه وګړو په ښار کې،‎ چې ستا د ۲۰۱۶م کال پوښتنې ته بېرته ولاړ شم، زه وینم چې افغان امنیتي ځواکونه به لاښه شي، هوايي ځواکونه به لاښه شي، همداسې به کومانده، کنټرول او لوژستیکي چارې پیاوړې شي، او زه د افغان امنیتي ځواکونو په هڅو ویاړم.

تېر یو نیم کال ډېر سخت و، په سیاسي حساب، په اقتصادي حساب او له پوځي پلوه، خو دوی یو موټی ول، ټوټه ټوټه نه شول، تېر کال خلکو ویل چې دوی به شنډ شي، خو داسې ونه شوه، دا یو داوطلب ځواک دی، کله په امریکې کې، ځکه هغه ځوان سړي او ښځې چې پر ګډېږي، یوازې یو فکر لري، له هغوی سره د خپلو کورنیو فکر وي، له هغوی سره د افغانستان غم وي،... دوی پوهېږي یو غټ بار یې پر اوږو دی، خو دوی یې وړتیا لري.