غني: د هر افغان جایداد باید شرعي قباله ولري

د انځور حقوق ARG

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاري پیوستون شوراګانو د افکارو د تبادلې پروګرام په غونډه کې وویل، ددې پروګرام اصلي هدف هیله، ثبات او متقابله ژمنتیا ده، چې پخپل ژوند کې اساسي بدلون راولو.

نوموړي وویل ''د بېلابېلو اشتباهاتو له امله خلک ځانونه د ځمکې خاوندان نه بولي. زموږ ۷۰سلنه جایدادونه عرفي قبالې لري. د افغانستان په هره برخه کې د هر افغان جایداد باید شرعي قباله ولري او له غصب څخه خوندي وي''.

ولسمشر غني د ښار جوړولو او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته وویل، د حکومت پر وړاندې لویه مسله د جایدادونو د شرعي قبالو برابرول دي.

ده وویل، دا چې د ښاري پیوستون پروګرام په ګرد هېواد کې عملي کېږي، د عادلانه، اغېزناک او شفاف تطبیق لپاره یې ټول امکانات برابر شوي دي.

ولسمشر غني ددغه پروګرام له لارې د ښارونو او کلیو پر نښلولو ټینګار وکړ، چې په وینا یې باید باوري استوګنځي رامنځ ته شي او لومړیتوب به د دفاعي او امنیتي ځواکونو او د شهیدانو کورنیو ته پکې ورکړل شي.

مسلکي کسان

ده وویل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره کې د ښاروالیو معینیت جوړ شوی، چې ټولو ښاروالانو ته د یوه کال لپاره په امتحاني توګه د مسلکي کسانو د ټاکلو ښکاره واکونه ورکول کېږي.

ده دا هم وویل، ښاروالیو ته به د پورونو د ورکولو یو صندوق جوړ شي، چې هدف یې د ښاروالانو ترمنځ د مثبتې سیالۍ رامنځ ته کول دي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د غصب ناوړه کلتور نور د منلو وړ نه دی، او د حکومت او سیمه ییزو ارګانونو ټولو چارواکو ته لارښونه شوې، چې د ځمکو د غصب مخه ونیسي او غصب شوې ځمکې استملاک شي.

د انځور حقوق arg
Image caption ولسمشر غني وویل، ښاروالیو ته به د پورونو د ورکولو یو صندوق جوړ شي، چې هدف یې د ښاروالانو ترمنځ د مثبتې سیالۍ رامنځ ته کول دي.

ویل کیږي د ځمکې د غصب د مافیايي کړیو نفوذ او په دولتي ادارو کې پراخ اداري فساد د ځمکو او جایدادونو غصب ته لاره هواره کړې ده.

د کابل اوسنی ښار د يو ميليون کسانو لپاره جوړ شوی دی، په داسې حال کې چې اوس په کې له پنځه ميليونه ډېر وګړي اوسېږي.

د نفوسو زياتېدل، د هوا ککړتيا، د غير معياري کورونو زياتېدل، تر ځمکې لاندې د اوبو کموالی او د کانالېزاسيون د سيستم نشتوالی د دغه ښار له مهمو ستونزو څخه دي.

ورته مطالب