دوستم: له ' ناندریو ' سره هم د حکومت برخه یم

Image caption د دستم په وینا نه دی توانیدلی یو شمېر هغو کسانو ته مناسبې دندې ورکړي، چې ټاکنو کې یې ورسره همکاري کړې

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، له ځینو ' ناندریو ' سره هم نه غواړي له حکومته ګوښی شي. نوموړي نن ' پنجشنبه ' د ملي جنبش ګوند ځوانانو دریمې کنګرې ته، چې دی یې مشري کوي، وینا کې ومنله، چې نه دی توانیدلی ګڼې ژمنې، چې د ټاکنو کمپاین پر مهال یې کړې وې، پوره کړي او وايي له همدې کبله ځان ' ګوښه ' کې ساتي.

د نوموړي په وینا نه دی توانیدلی یو شمېر هغو کسانو ته مناسبې دندې ورکړي، چې ټاکنو کې یې ورسره همکاري کړې.

ښاغلي دوستم دغه راز په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د کندوز نیولو او په دغه ولایت کې د ناامنیو ډېرېدو ته په اشارې سره وویل، چې ' د کندوز خلکو ته ځان ګرم بولم او بښنه ورنه غواړم '

دوستم هغه متل یاد کړ، چې وايي، لمر په دوو ګوتو نه پټیږي او وايي:

Image caption د کندوز خلکو ته ځان ګرم بولم او بښنه ورنه غواړم عبدالرشید دوستم

' ځینې کسان داسې ګنګوسې خپروي، چې ګواکې جنرال دوستم له حکومته ګوښی شوی دی، زه څنګه له حکومته لرې شم، چې د همدې لپاره مې زیارګاللی، دا سمه ده چې ځینې خبرې لرم او ناندرۍ هم رامنځته کېږي، خو زه به هېڅکله دغه حکومت وران نه کړم '

نوموړي له خپلو مخاطبینو وغوښتل، چې له زغمه کار واخلي او وايي، ټولې ستونزې په کراره هواریږي. دا وروستیو کې ښاغلی دوستم یو شمېر حکومتي ناستو کې نه لیدل کېده او داسې ګنګوسې خپرې شوې وې، چې ګواکې د نوموړي او ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ اختلافونه رامنځته شوي دي.

نوموړي تېرو ټاکنو کې له ولسمشر غني سره اییتلاف کې شامل شو او د لومړي مرستیال دنده یې تر لاسه کړه.

دوستم دغه راز د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د ملي شورا راتلونکو ټاکنو ته چمتو واوسي. د نوموړي په وینا په ټاکنو کې به له خپل توان سره سم د ځوانانو سیاسي او مالي ملاتړ وکړي.

په پام کې ده د افغانستان ملي شورا ټاکنې د دغه هېواد د ولایتي شوراګانو له ټاکنو سره یو ځای راتلونکي کال کې تر سره شي.