له افغان سولې سره د امریکا او بریتانیا مالي مرستې ځنډولې

د انځور حقوق HPC

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي په پام کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به راتلونکې اوونۍ د دې بنسټ مشر او د دارالانشاء رئیس وټاکي. تر اوسه معلومه نه ده چې کوم کسان به دغه دنده په غاړه واخلي.

وروسته له هغه چې صلاح الدین رباني د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو، د سولې د شورا مرستیال د دې شورا مشرتوب په غاړه واخیست. او د دارالانشا ریاست بیا د اوسني دفاع وزارت د سرپرست معصوم ستانکزي په غاړه وو.

له څو میاشتو راهیسې د دې شورا د مشرتوب پر سر خبرې روانې دي. خو اوس د دې شورا یو تن چارواکی اسماعیل قاسمیار وايي چې تمه ده راتلونکې اوونۍ به ولسمشر محمد اشرف غني د دې شوار مشر او د دارالانشاء ریس وټاکي:

''تر کومه ځایه چې زه خبر یم، په راتلونکې اوونۍ کې دا ستونزه هم حل کېږي. د سولې د عالي شورا د مشر او د دارالانشا ریس برخلیک به معلوم شي''.

تر اوسه معلومه نه ده چې کوم کسان ددې پوسټ لپاره نوماندان دي. خو په ټولنیزو رسنیو کې سیمه ییزو خبریالانو د شورا مشرۍ ته د پیر سید احمد ګیلاني نوم یاد کړی دی.

په دې بنسټ کې د مشرتوب د نه شتون له امله امریکا او بریتانیا چې د سولې د عالي شورا ستر مالي ملاتړي دي، خپلې مالي مرستې له دې بنسټ سره ځنډولي دي. ښاغلی قاسمیار وايي، د مرستو پرې کېدو د دوی کارونه له ځنډ سره مخامخ کړي دي:

''د امریکا او بریتانیا په څېر مهم مرستندویه هېوادونه دي، خو د سولې د عالي شورا د مشر او د دارالانشاء د مشر د نشتوالي له امله یې خپلې مرستې ځنډولې او د دې له امله د دې شورا په اداري او مالي چارو کې یو شمېر ستونزې هم راپورته شوې دي''.

د انځور حقوق AP
Image caption په پام کې ده د درېم ځل لپاره د شنبې په ورځ (فبروري ۶مه) د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي په اسلام اباد کې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په تېرو څو کلونو کې یو له مهمو او له لګښتونو ډک بنسټ وو. د دې شورا د مشرانو د ټاکلو په اړه په داسې حال کې پرېکړه کیږي چې په پام کې ده د درېم ځل لپاره سبا د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي په اسلام اباد کې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د دې څلور اړخیزې ناستې پایله به څه وي، خو افغان دولت ویلي چې سولې ته هیله مند دی.

ورته مطالب