غزني کې له عملیاتو وروسته د ځينو "ولسواليو لار پرانيستل شوې"

د انځور حقوق .
Image caption ځايي امنيتي چارواکي وايي په دغو عملیاتو کې يې لسګونه مخالف وسله وال وژلي دي

د افغانستان په جنوب کې د غزني ولایت چارواکي وايي له پوځي عملياتو وروسته يې د ناور، جغتو، جاغوري، مالستان. اجرستان او رشيدانو ولسواليو لارې بېرته پرانيستلې دي.

د غزني ولايت د امنيتي چارواکو په وينا په دغو عملياتو کې ۳۵ مخالف وسله وال وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان شوي دي.

دوی وايي د عملياتو په ترڅ کې دوو افغان سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳ نور ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکو منلې چې له نژدې يوې مياشتې راهيسې د غزني ولایت له مرکز سره د يادو شويو ولسواليو اړيکه پرې شوې وه.

امنیتي ځواکونو نژدې ۱۰ ورځې وړاندې د دغې لارې د پاکولو لپاره عمليات پيل کړي وو چې نن پای ته ورسېدل.

د امنیتي چارواکو په وينا د دغې لارې د امنيت د لا ښه کېدو په نيت يې ۱۱ امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

غزني ولايت کې د افغان پوځ يو قومندان امير محمد وويل چې له دغو عملياتو وروسته اوس د ياد شويو شپږو ولسواليو اوسېدونکي کولای شي په ازاد ډول تګ راتګ وکړي.

د امینتي چارواکو په وينا وړاندې طالبانو او وسله والو کسانو د دغو ولسواليو په ځينو برخو ولکه درلوده او په لاره يې پوستې هم جوړې کړې وې.

ځايي اوسېدونکو هم ويلي وو چې ځينې وخت به طالبانو له سيمې تېرېدونکو موټرو څخه پيسې اخيستې.

ورته مطالب