ترکيې له خپلو پولو سره د "۳۵ زره" سوري کډوالو خبر ور کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوريې جګړې له پيل راهيسې له درې نيم ميليونو ډېر سوري وګړي کډوالۍ ته مجبور شوي

ترکي چارواکي وايي د هغو سوري کډوالو شمېر چې په خپلو سیمو کې د جګړو له امله بې ځایه شوي او غواړي ترکیې ته واوړي په تېرو دوو ورځو کې دوه برابره ډېر شوی دی.

ترکیې ویلي چمتو ده چې له سوري کډوالو سره مرسته وکړي خو خپله پوله یې د هغوی پرمخ تړلې ساتلې ده.

د ترکیې د سرحدي ولایت کیلاس والي سلیمان تابیز وايي د جمعې له ورځې راهیسې د سوري کډوالو شمېر ۳۵ زرو ته لوړ شوی.

نوموړی وايي "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هغو کسانو شمېر چې د حلب له شاخوا سیمو نه وځي او د ترکیې پولې ته راځي ۳۵ زرو ته پورته شوی دی. دغه خلک له عزیز او عزیز له شاخوا سیمو نه په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ترکیې پولې ته راغلي دي".

د انځور حقوق epa
Image caption اوس مهال په ترکیه د دوه اعشاریه پنځه ميلیونه سوري کډوال مېشت دي.

د سوري کډوال د حلب ښار له شاخوا سیمو په داسې حال کې وځي چې د سوري دولتي ځواکونو چې د روسیې له خوا یې هوايي ملاتړ کېږي او یاغیانو ترمنځ جګړې زور اخیستی.

په تېرو څو ورځو کې سوري ځواکونه توانیدلي چې ځینې سیمې بیرته له یاغیانو ونیسي.

روسي ځواکونو په سوريه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې او نورو حکومت ضد ګروپونو پر وړاندې د تېر کال له سپټمبرمياشتې راهيسې هوايي بریدونه کوي.

ملګري ملتونه وايي د سوريې په تېره پنځه کلنه جګړه کې له ۲۵۰۰۰۰ څخه زيات کسان وژل شوي.

ښاغلي تابیز وویل د دې جګړو له امله بې ځایه شوي ډېری سوري کډوال به وار دمخه په جوړو شویو کمپونو کې ځای پرځای کړای شي.

نوموړی وايي "موږ د پولې پورې غاړه په سوریه کې اته کمپونه جوړ کړي چې شاخوا پنځوس- شپته زره کسان په کې وار دمخه اوسېږي. موږ په دغو کمپونو کې د نورو کډوالو د ځایولو امکانات هم لرو".

د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې د سوري دولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ جګړو کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې ناټو روسیه تورنه کړې چې له خپلو هوايي بمباریو سره یې سوریه کې د سولې لپاره هغه هڅې وځنډولې چې په جینوا کې کېدې.

د انځور حقوق AFP

همدا تېره پنجشنبه په لندن کې د شپتو مرستیندویه هېوادونو استازو له سوري جګړه ځپلو سره د مرستې په خاطر غونډه وکړه چې په ترڅ کې یې د ملیاردونو ډالرو مرستې ژمنې وشوې.

په ۲۰۱۱ کال کې په سوریه کې د جګړې له پیل راهیسې څلور اعشاریه شپږ ميلیونه سوري وګړي له هېواده وتلي او ۱۳ اعشاریه پنځه ملیونه نور بشري مرستو ته اړ دي.

دمګړۍ ترکیه د دوه اعشاریه پنځو میلیونو سوري کډوالو کوربنه ده.

ورته مطالب