د فارياب پوليسو لسګونه يرغمل شوي کسان خوشي کړي

د انځور حقوق f
Image caption د چارواکو په وينا اوس يوازې دوه کسان د وسله والو په منګولو کې پاتې دي

د افغانستان په شمال کې د فارياب ولايت چارواکي وايي هغه ۸۰ ولسي وګړي چې تېره ورځ (۶ فبرورۍ) د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو اوس خوشي کړي دي.

د فارياب ولايت د پوليسو دفتر د خبرپاڼې له مخې دغه کسان چې په دوو موټرو کې سپاره وو، تېره ورځ ماسپښين مهال د قرمقول ولسوالۍ په جنګل سيمه کې د ميمنې او اندخوی پر لاره طالبانو تښتولي وو.

د دغې خبرپاڼې له مخې پوليسو ته له خبر رسېدلو وروسته دوی لاس په کار شوي او په دې توانېدلي چې دغه ۸۰ يرغمل شوي کسان خوشي کړي.

د فارياب ولایت د پوليسو د قومندان په وينا، وسله وال طالبان په دې توانېدلي وو چې يوازې ۶ کسان له خپل ځان سره وساتي چې ۴ يې بيا وروسته ازاد شول، او س مهال يوازې دوه ولسي وګړي د طالبانو په بند کې پاتې دي.

طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

تېر کال وسله والو په بلخ ولايت کې ۱۳ ولسي وګړي وژلي وو.

بل خوا د باميانو ولايت يو شمېر اوسېدونکي د افغانستان په پلازمېنه کې راغونډ شوي وو او دغه ولایت ته تلونکو لارو له ناامنۍ يې سر ټکاوه.

دوی وايي په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۱۰ کسان د مخالفو وسله والو له خوا تښتول شوي دي.

ورته مطالب