بلخ کې د ملي اردو پر موټر ځانمرګي برید درې کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په برید کې یو ماشوم هم ټپي شوی

د افغانستان شمالي بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، نن (دوشنبې فبروري اتمه) سهار د دې ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د شاهین قول اردو دروازې ته څېرمه د ملي اردو پر لېږدوونکي کاسټر ''ځانمرګی'' برید شوی، چې لږترلږه اته سرتېري پکې ټپیان شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت پر خپلې فسبوکپاڼې لیکلي، چې په دې برید کې د ملي اردو درې منسوبین وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

بلخ ولایت کې د پامیر ۷۰۷ پامیر پولیسو د زون ویاند سید سرور حسیني بي بي سي ته وویل، برید د دهدادي ولسوالۍ نو آباد سیمه کې ګهیځ شاوخوا اوه نیمې بجې وشو.

د یاد قول اردو د رسنیو مرستیال تورن نصرت الله بي بي سي ته وویل، ځانمرګی برید داسې مهال وشو، چې د ملي اردو سرتېري له کورونو نه ۲۰۹ نمبر شاهین قول اردو ته لېږدول کېدل.

نوموړی وايي په کاسټر کې ۱۵ کسان سپاره وو، چې د درو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

سرچینه وايي، یو لاروی ماشوم هم په برید کې ټپي شوی دی.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده. د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې پرید کې ۳۰ پوځيان وژل شوي او ټپیان دي، خو دا ادعا تر اوسه د کومې رسمي سرچینې له خوا نه ده تایید شوې.

د انځور حقوق AFP
Image caption برید د ۲۰۹ نمبر شاهین قول اردو د افسرانو پر لېږدوونکي کاسټر موټر شوی

طالبان وايي، د افغان پوځيانو پر کاسټر دا برید داسې مهال شوی، چې له خپلو کورونو نه پکې افغان سرتېري لېږدول کېدل.

ورته مطالب