د پکتیکا یحیی خېلو کې ځانمرګي برید شپږ ولسي وګړي وژلي

د انځور حقوق k

د افغانستان پکتیکا ولایت یحیی خېلو ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه شپږ ولسي وګړي وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

د یحیی خېلو ولسوالی موسی خان خروټي بي بي سي ته وویل، برید د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه په یوه نانوایۍ کې شوی.

ښاغلى خروټی وايي، په وژل شویو کې درې ماشومان هم دي.

د یحیی خېلو ولسوال ادعا وکړه چې ، برید کوونکي غوښتل دی [ولسوال] له سیمې د تېرېدو پرمهال په نښه کړي: ''نن سهار لس بجې او ۵۰ دقیقې د پکتیکا یحیی خېلو بازار په یوه نانوایۍ کې چاودنه وشوه، چې له امله یې شپږ ولسي وګړي وژل شوي او نه نور ټپیان دي. برید کوونکی ولسوالۍ ته په شل مترۍ کې نژدې و''.

دی وايي ''له برید یوڅو ثاینې مخکښې زه له دې ځایه تېر شوم، چې د بازار منځ ته ورسېدم، چاودنه وشوه''.

تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

د انځور حقوق AFP
Image caption نن، د شمالي بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو پر یوه لېږدوونکي کاسټر هم ځانمرګي برید لږترلږه درې کسان وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

نن، د شمالي بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو پر یوه لېږدوونکي کاسټر هم ځانمرګي برید لږترلږه درې کسان وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

ورته مطالب