د طالبانو د مشرتابه شورا پخوانى غړی ملا حسن رحماني ومړ

ملا محمد حسن رحماني د انځور حقوق
Image caption ملا حسن رحماني تېر کال په اسلام آباد کې د افغان حکومت له استازو سره په لومړنیو مخامخ خبرو کې برخه درلوده.

افغان طالبانو تایید کړې چې د دوی د مشرتابه شورا پخوانى غړی او د کندهار پخوانی والي، ملا محمد حسن رحماني مړی شوی دی.

ښاغلی رحماني په پاکستان کې اوسېده او ویل کېږي چې نوموړی د کراچۍ په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

طالبانو يوې اعلاميې کې ويلي دي چې هغه "د ځيگر د سرطان" له امله مړ شوى دى.

د ملا حسن رحماني نوم تېر کال په اسلام آباد کې د افغان حکومت له استازو سره د خبرو دويم پړاو کې د گډون لپاره اعلان شوى و، خو د خبرو دويم پړاو د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر له راښکاره کېدو سره ځنډېدلى و.

نوموړي د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور له ګومارنې سره هم مخالفت څرګند کړی و. خو وروسته د راپورونو له مخې له مخالفت څخه تېر شو.

ملا حسن روحاني له ١٩٩٦ کال نه تر ٢٠٠١ کال پورې د امريکا په مشرۍ پر افغانستان د نړيوال ايتلاف بريد پورې د کندهار والي و.

ورته مطالب