د برېښنا نشتوالى: د کابل ښار يو ځل بيا په تياره کې !

Image caption د کابل ښار په زړه کې د پل خشتي جامع جومات مخکې مې داسې ګڼ کسان ولیدل چې د موبایلونو د چارچ لپاره له لریو ځایونو راځي.

په پلازمینه کابل کې خلک شکايت کوي چې د برېښنا د پرې کېدو له امله د د دوى ستونژې ډيرې شوې دي. د څه باندې دوو اونیو راهسې پر ښاریانو برېښنا بنده او خلک وايي د برېښنا نشتوالي یې ژوند تریخ کړی دی.

اوسمهال د کابل اوسیدونکي په ۲۴ ساعتونو کې یواځې دوه او یا هم یو ساعت برېښنا لري. دوی له حکومت غواړي چې د برېښنا د نشتوالي ستونزه یې حل کړي.

کابل کې وروسته له هغه برېښنا پرې شوه چې څه کم درې اونۍ وړاندې په بغلان کې د جګړو پر مهال د برېښنا یوه ستن و نړول شوه او بلې ته یې زیان واوښت.

له هغه مهال راهیسې په کابل کې د ډېری وګړو برېښنا پرې شوې او دې چارې د خلکو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

په کابل ښار کې په ۲۴ ساعتونو کې یواځې دوه ا ویا هم یو ساعت برېښنا وي.

د ښار يو اوسېدونکى محمد زمان، چې له خپلې کورنۍ سره د یوې درې پوړیزې ودانې په لومړي پوړ کې اوسیږي، وايي اولادونه بې مطالعې پاتې شوي او په تیرو دریو اونیو کې یې د افغانستان او نړۍ له حالاتو ځان نه دی خبر کړی، ځکه وايي تلویزون یې بريښنا نه لري.

دى وايي:" په کور کې کله شمعه بلوو او کله هم لاسي بیجلۍ. کور مو یخ دی، برېښنايي بخارۍ نه شو چالانولی، ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو"

Image caption فقیر محمد د کابل ښار له یوې لرې څنډې دغه ځای ته راغلی ''هره ورځ دلته راځم او خپله بټرۍ چارچوم، هم مې وخت مصرفیږي او هم پيسې''.

په بغلان کې دبریښنا له پرې کېدو وروسته، د پلازمینې ترڅنګ په جلال اباد، کاپيسا او پروان کې هم خلک د بريښنا له نشتوالی سرټکوي، خو لوی زیان یې هغو ته رسیږي چې په کابل کې ۲۴ ساعته بریښنا درلوده او د ژوند اړتیاوې یې په برېښنا پوره کولې.

د کابل ښار په زړه کې د پل خشتي جامع جومات مخې ته هره ورځ ګڼ کسان د موبایلونو د چارچ لپاره له لریو ځایونو راځي.

ځینې یې وايي په ورځو ورځو برېښنا نه لري او د هر موبایل د چارج لپاره باید په ښار کې هغه کسانو ته له ١٠ تر ٢٠ افغانیو ورکړي چې د دوی موبايل بټرۍ چارجوي.

دوى څخه يو هم د کابل ښار اوسېدونکى فقیر محمد دى،چې ښار له یوې لرې څنډې دغه ځای ته راغلی دى. دى وايي " هره ورځ دلته راځم او د موبايل بټرۍ چارجوم، هم مې وخت مصرفیږي او هم پيسې)".

د افغانستان دبرېښنا شرکت چارواکي وايي تر هغې په بغلان کې د برېښنا نړول شوې ستنې نه شي رغولی چې هلته جګړه پای ته نوي رسیدلي.

د بغلان په ډنډ غوري سیمه کې له نژدې یو میاشتې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د دغه شرکت د مشرتابه پلاوي غړي میرویس علمي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د دوی کاري ډلې په بغلان کې شته خو وايي هلته" ايښودل شوو ماینونو" یې مخه نیولې ده.

Image caption د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه پلاوي غړي میرویس عالمي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د دوی کاري ډلې په بغلان کې شته خو وايي هلته ((کرل شویو ماینونو)) یې مخه نیولې ده.

نوموړی که څه هم په روښانه ټکو نه وايي چې د برېښنا دغه ستنې چا نړولي ،خو زیاتوي چې دهغه ځای سیمه ییزو خلکو ته د برېښنا دوېش لپاره چمتو دي.

وړاندې ځينو راپورونو کې د برېښنا دې ستنو ته د تاوان اړولو پړه په طالبانو اچول شوې وه، خو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي و چې "د برېښنا ستنې دوی نه دي نړولي".

اوس مهال په کابل ښار کې څه باندې ۶۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا شته چې لویه برخه یې له بهره وارديږي.

په بغلان کې د بریښنا له پرې کېدو وروسته، د مګړي په کابل کې نژدې ۲۰۰ میګاواټه برېښنا شته چې یوه برخه یې په کور دننه تولیدیږي او بله برخه یې له تاجکستان واردیږي.

Image caption محمد زمان :"په کور کې کله شمعه بلوو او کله هم لاسي بیجلۍ. کور مو یخ دی، برېښنايي بخارۍ نه شو چالانولی، ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو"

دغه اندازه برېښنا تر ډېره حکومتي ادارو، روغتونونو او نورو مهمو ځاینونو ته وېشل کیږي، خو عامو خلکو ته په شپه او ورځ کې څو ساعته ورکول کیږي.

لا معلومه نه ده چې په په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې به د برېښنا د نشتوالي ستونزه کله هواره شي.