د کابل- شمال لویه لار واورو بنده کړې ده

Image caption د سالنګ تونل نژدې درې کیلومتره اوږد دی او د سمندر له سطحې نژدې ۳۹۵۰ متره لوړ دی، چې په مرکزی برخه کې یې د هندوکوش د غرونو لړۍ پرته ده.

د افغانستان شمالي لارې سالنګ تونلونو د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب ویلي، د لارې په اوږدو کې د ډېرې واورې ورېدو له کبله دغه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

نوموړي بي بي سي ته وویل، دا مهال په سیمه کې ډېره واوره ورېږي او په شمالي سالنګ کې نژدې یو متر واوره شوې ده، خو په جنوبي سالنګ کې بیا له واورې ورېدو سره توپان هم شته.

ښاغلي رجب وویل، د واورې د ډېرېدو له کبله د واورې ښویېدو پېښې هم ډېرې شوې دي.

دی وايي، د واورې توږلو ماشینونو کار پرېښی خو تمه ده چې د واورې له درېدو سره بېرته کار پیل کړي.

ښاغلی رجب وویل، نن ګهیځ هم یو بس له جنوبي سالنګ ته شمالي ته روان وو چې د موټر چلونې د مقرراتو نه مراعاتولو له کبله یې ټکر کړی، چې دوه کسان پکې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

دی وايي، د درو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

څو ورځې وړاندې هم سالنګ تونل د واوې له کبله بند شوی و.

د سالنګ تونل له کابله شمالي ولایتونو ته تر ټولو مهمه مواصلاتي لار ګڼل کېږي.

د انځور حقوق M.Rajab

د سالنګ تونل نژدې درې کیلومتره اوږد دی او د سمندر له سطحې نژدې ۳۹۵۰ متره لوړ دی، چې په مرکزی برخه کې یې د هندوکوش د غرونو لړۍ پرته ده.

په دې سیمه کې د ډېرې واورې ورېدو له کبله، هر کال د مسافرو او موټرو په تګ راتګ کې ستونزې راپیدا کېږي.

ورته مطالب