کندهار کې پولیسو خپل شپږ ملګري وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption د ژیړۍ ولسوال وايي برید کوونکي پولیس د وژل شویو پولیسو ملګري وو

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت ژیړۍ ولسوالۍ معروف کلي کې دوو کسانو په یوې پوستې کې خپل شپږ ملګري وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د امنیت آمر رحمت الله اطرافي وايي، برید تېر ماښام په یوه پوسته کې شوی، چې ۱۳ کسان پکې اوسېدل.

نوموړی وايي، برید کوونکی هم وژل شوی دی.

خو د ژیړۍ ولسوال بي بي سي ته وویل، برید د دوو کسانو له خوا شوی، چې شپږ کسان پکې وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

سرچینه وايي، یو برید کوونکی وژل شوی او بل په تېښته بریالی شوی دی. سرچینه وايي، برید کوونکي د وژل شویو پولیسو ملګري وو.

د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده. ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، برید د دوی د دوو 'نفوذي' کسانو له خوا د کندهار ژیړۍ 'ماکوانو' سیمه کې د قومندان آغا ولي پر پوستې شوی.

طالبان ادعا کوي، چې په برید کې آغا ولي او ۱۵ نور عسکر وژل شوي او وسلې یې برید کوونکو د 'غنیمت' په توګه ورسره وړې دي.

د انځور حقوق AP

د طالبانو دا ادعا د کومې رسمي سرچینې له خوا نه ده تایید شوې.

له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا، افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو او بیا د افغان ځواکونو د ننه د دوی د ملګرو یا نفوذي کسانو له خوا ګڼ بریدونه شوي.

ناټو دا ډول بریدونو ته ''ګرین آن بلو'' یا [زرغون پر آبي] توری کاروي.

په دا ډول بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر بهرني پوځيان هم وژل شوي دي.

ناټو ځواکونو د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر ونیول، خو مخنیوی یې ګران کار دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جنرال ګرین د ویتنام تر جګړې وروسته د امریکا پوځ لوړپوړی وژل شوی جنرال و.

پر بهرنیو ځواکونو دا ډول بریدونو کې تر ټولو خطرناک برید د ۲۰۱۴ کال د اګست پر ۶ مه کابل کې د افغان ملي اردو په یونیفورم کې یوه سړي د ملي اکاډیمۍ په انګړ کې وکړ، چې امریکایی جنرال ګرین ووژل شو.

جنرال ګرین د ویتنام تر جګړې وروسته د امریکا پوځ لوړپوړی وژل شوی جنرال و.

ورته مطالب