د کونړ پخوانى والي فضل الله وحيدي اسلام اباد کې لادرکه شوى دى

د انځور حقوق unknown
Image caption فضل الله وحيدي په تېرې يوې لسيزې کې لومړى د کونړ او بيا د هرات والي و.

د کونړ پخوانى والي فضل الله وحيدي اسلام اباد کې لادرکه شوى دى.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او پوليسو دا پېښه تايد کړې ده خو نور تفصيل ېې نه دى ورکړى.

د نوموړي په اړه ويل شوي دي چې د يوه اروپايي هېواد ويزې ترلاسه کولو لپاره دى اسلام اباد کې و. نوموړي سره يو ١٢ کلن لمسى هم و هغۀ ته څه نه دي ويل شوي.

د هغه لمسي وروسته ويلي " چې څو کسان په دوو موټرو کې راغلل او هغه يې خپل موټر ته وخېژولو".

دوى يو رستورانت ته تللي وو چې دا پېښه رامنځ ته شوه. تراوسه نه ده معلومه چې ښاغلى وحيدي د څه مقصد لپاره وړل شوى، خو پوليس وايي د هغۀ د موندلو هڅې يې پېل کړې دي.

په اسلام اباد کې افغان سفير هم وايي په دې لړ کې يې پاکستاني چارواکو سره تماس نيولى دى.

فضل الله وحيدي په تيرې يوې لسيزې کې څو کاله د کونړ او بيا د هرات والي و.