هلمند کې د ملي اردو پر کنډک ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق AP

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه د افغان پوځ یو سرتېری وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

هلمند کې د ۲۱۵ میونند قول اردو مطبوعاتي مسؤول ډګرمن محمد رسول ځاځي ویلي چاودنه نن سهار شاوخوا پنځه بجې په سنګين ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کنډک وشوه.

د هغه په خبره،‎ په دغه برید کې د پوځ یو سرتېری وژل شوی او بل ټپی دی.

د هلمند د سیمه ییزې ادارې ویاند عمر ځواک هم د برید خبره مني.

ښاغلی ځواک وایي، له تېرې شپې راهسې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنه نښته روانه ده، خو په اړه یې نور جزییات ور نه کړل.

د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی او ادعا کوي، چې د ملي اردو ۳۰ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ددغه ډلې ویاند قاری یوسف احمدي وایي، ددوی یوه ملګرې زغره وال ګاډي (شوبلې) په مټ پر حکومتي ځواکونو ځانمرګی برید کړی.

وسلوالو طالبانو د هلمند په بېلابېلو سیمو کې له افغان امنیتي ځواکونو د هغوی زغره وال ګاډي او په لوی شمېر وسلې نیولې دي.

څو ورځې وړاندې امریکا اعلان وکړ، چې هلمند ته به سلګونه امریکايي سرتېريواستوي چې د افغان ځواکونو ملا به تړي.

ورته مطالب