یونما: ۲۰۱۵ کال افغانستان کې ''تر ټولو ډېر خونړی'' و

د انځور حقوق AFP

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي 'یونما' پخپل کلني راپور کې ویلي، په تېر ۲۰۱۵ کال کې افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله 'تر ټولو لوړې کچې' ته رسېدلې ده.

یونما پخپل تازه راپور کې ویلي، تېر کال د وړم کال په پرتله افغانستان کې لږترلږه ۱۱۰۰۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې (۳۵۴۵ تنه وژل شوي او ۷۴۵۷ تنه ټپیان) شوي دي.

سرچینه وايي، تېر کال د وړم کال په پرتله د ولسي وګړو مرګ ژوبله څلور سلنه لوړه شوې ده.

یونما له ۲۰۰۹ کال راهیسې افغانستان کې د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي دي.

د یاد راپور پربنسټ، د ملکي تلفاتو ۶۲ سلنې پړه پر حکومت مخالفو وسله والو، ۱۷ یې پر حکومتي ځواکونو اچول شوې ده.

یونما د استوګنې په سیمو کې جګړې او په لویو ښارونو کې د پېچلو ځانمرګو بریدونو ډېرېدل د ملکي تلفاتو د ډېرېدو د یو لامل په توګه یاد کړي دي.

افغانستان کې د ولسي وګړو مژګ ژوبله
کال وژل شوي ټپیان
۲۰۰۷ ۱۵۲۳ ــ
۲۰۰۸ ۲۱۱۸ ــ
۲۰۰۹ ۲۴۱۲ ۳۵۵۶
۲۰۱۰ ۲۷۹۴ ۴۳۶۷
۲۰۱۱ ۳۱۳۳ ۴۷۰۹
۲۰۱۲ ۲۹۶۷ ۴۸۲۱
۲۰۱۳ ۲۹۴۹ ۵۶۶۹
۲۰۱۴ ۳۷۰۱ ۶۸۳۳
۲۰۱۵ ۳۵۴۵ ۷۴۵۷
ټول ټال: ۲۵۱۶۲ ۳۷۴۱۲
سرچینه: يونما

راپور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د یونما د مشر نیکولاس هیسم له قوله ویلي: ''دغه رپوټ د ملکي وګړو وژنه او ټپي کېدو تر ټولو زیات اوچتوالي ښيي. دغه زیان چې ملکي وګړو ته رسیږي په بشپړ ډول د نه منلو وړ دی. موږ په ټولو هغو غاړو چې د افغانستان خلکو ته زیان رسوي غږ کوو، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو خپلې ژمنې په عمل کې پلي او په ۲۰۱۶ کال کې د ملکیانو وژنه او معیبونه بنده کړي.''

د انځور حقوق AFP

راپور کاږي، تر ډېره د ښېکلو غاړو ترمنځ په جګړه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، په دویم کتار کې ځای پرځای شوي ماینونه او پېچلي ډله ییز ځانمرګي بریدونه ډېره مرګ ژوبله اړوي.

یونما وايي، د حکومت مخالفو عناصرو خپل جګړه ییز تکتیک بدل کړی دی.

'هر څلورم وژل شوی کس ماشوم و'

د انځور حقوق AFP

یاد راپور کاږي، په ۲۰۱۵ کال د ښځو تلفات په سلو کې ۳۷ او د ماشومانو مرګ ژبوله په سلو کې ۱۴ ډېره شوې ده.

د یونما د بشري حقونو د دفتر مشرې مېرمن ډانیل بیل وویل: ''په ۲۰۱۵ کال کې جګړو ملکي وګړو ته سخت زیان رسولی، چې په مشخص ډول ماشومانو ته ناوړه پایلې لري.

تېر کال په بې ساري ډول زیات ماشومان بې له کوم دلیله وژل شوي او په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي تلفاتو هر څلورم کس ماشوم و''.

افغان حکومت د يونما د راپور په اړه ويلي "دا مهم راپور يو ځل بيا تاييدوي چې افغانان د نښتو په پايله کې لوړ قيمت ورکوي او دا هم تاييدوي چې طالبان او ټولې ترهګرې ډلې د افغانستان د وګړو د سوله ييز ژوند او د هغوی د کورنيو د مصونيت حقونه سلبوي"

افغان حکومت وايي له دغه راپوره دا څرګندېږي چې "طالبان او اړوندې ټولې ترهګرې ډلې ولسي وګړي په نښه کوي او د هغوی تر منځ وېره او ډار خپروي".

افغان حکومت همدارنګه د ۱۳ سلنه ولسي وګړو وژل کېدل چې يونما "هېڅ کومې ډلې ته نه دی منسوب کړی د پوښتنې وړ بللی دی".

طالبانو هم په دې اړه خپل نظر څرګند کړی او د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يونما) کلنۍ راپوري يې "غير منصفانه" بللی دی.

د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو وياند د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه راپور کې خپرې شوې شمېرې "غير واقعي" بللې دي او وايي دغه راپور د "اشغالګرو ځواکونو" په غوښتنه جوړ شوی دی.

د انځور حقوق UNAMA

ورته مطالب