د بغلان پوليس وايي د برېښنا د نړېدلو ستنو سيمه يې نيولې

د انځور حقوق f

د افغانستان په شمال کې د بغلان ولايت چارواکي وايي امنیتي ځواکونو تېره شپه په شهاب الدين ډنډ کې له ازبکستانه څخه کابل ته د غځېدلې برېښنا د پرې شويو مزو سيمې ته رسېدلي او سيمه يې وسله والو مخالفينو پاکه کړې ده.

نژدې درې اوونۍ وړاندې د شهاب الدين ډنډ په سيمه کې له ازبکستانه کابل ته د غځېدلې برېښنا دوه ستنې د مخالفو وسله والو له خوا ويجاړې شوې وې چې ورسره د کابل ښار ډېری برخې له برېښنا بې برخې شوې وې.

د بغلان امنيه قومندان جنرال محمد عوض نذيري د ويجاړو شويو ستنو سيمې ته ورغلی او خبريالانو ته يې ويلي چې د مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات او د ماينونو شنډولو چارې روانې دي.

نوموړی وايي "موږ اوس د ملايانو په کلي کې يوو د ملي اردو، پوليسو، ملي امنيت او سيمه ييزو پوليسو د برېښنا د ويجاړو شويو ستنو شاوخوا سيمه محاصره کړې ده. تالاشي او چاڼيز عمليات روان دي همدا اوس دوه ماينونه شنډ کړای شول".

بل خوا د بغلان د برېښنا رييس غلام حسين حيدر بي بي سي ته ويلي چې د انجينرانو کاري ډله تياره ده او د امنيتي حالاتو له سمېدو سره به په شهاب الدين ډنډ کې د برېښنا ويجاړو شويو ستنو د جوړولو کار پيل کړي.

نوموړی وايي د ويجاړو شويو ستنو جوړول کېدای شي تر يوې اوونۍ پورې وخت ونيسي د ده په وينا چارواکي هڅه کوي چې د شپي له خوا کابل ته برېښنا ورکړي.

په بغلان کې د برېښنا له پرې کېدو وروسته په کابل کې نژدې ۲۰۰ ميګاواټه برېښنا شته چې يوه برخه يې په کور دننه توليدېږي او بله برخه يې له تاجکستانه واردېږي.

ويل کېږي دغه برېښنا تر ډېره حکومتي ادارو، روغتونونو او نورو مهمو ځايونو ته ورکول کېږي، خو عامو وګړو ته په شپه او ورځ کې يوازې څو ساعته برېښنا ورکول کېږي.

ورته مطالب