' فساد په افغانستان کې د جکړې د ډېریدو لامل شوی '

د انځور حقوق
Image caption ډېری سیاسي مشران او د پارلمان غړي په قضايي او امنیتي ادارو کي لاسوهنه کوي سریراک پلیپاټ

د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل نوي کلني رپوټ کي ویلي فساد په افغانستان کې د جکړې د ډېرېدو لامل شوی دی.

په دغه رپوټ کې همدارنګه ویل شوي چې د افغانستان ۵۰ سلنه خلکو بډې رشوتونه ورکړي دي.

د دې رپوټ پر بنسټ د فساد د ډېرېدو یو بل لامل په نظام کي له فساد سره د مبارزې لپاره د سیاسي ارادې نه شتون دی.

احمدشاه انګار له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې د روڼتیا نړیوال سازمان په خپله نوې ارزونه کې ویلي، د افغان حکومت په ټولو اجراییه، قضايه او مقننه قوو کې فساد شته، خو وايي تر ټولو ډېر فساد په عدلي او قضايي ارګانونه کې دی.

د دې سازمان د راپور پر بنسټ د افغانستان ۵۰ سلنه خلکو رشوت ورکړی او ۹۰ سلنه خلکو يې ویلي چې ادارې فساد د دوی د ورځني ژوند تر ټولو لويه ستونزه ده.

د اسیا اوقیانوس سیمي لپاره د دغې ادارې مشر، سریراک پلیپاټ، د دې راپور د خپرېدو پر مهال وویل، ډېری سیاسي مشران او د پارلمان غړي په قضايي او امنیتي ادارو کي لاسوهنه کوي او خپل خلک په لوړو پوسټونو ګوماري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دې راپور پر بنسټ د افغانستان ۵۰ سلنه خلکو رشوت ورکړی

ښاغلی پلیپاټ زیاتوي، پر څارنوالی هېڅ باور نه کېږی چې له فساد سره دې مبارزه وکړي.

ځکه وايي، په دغې ادارې کې پراخې سیاسی لاسوهنې کېږي، چې دده په وینا دغه ستونزې له فساد سره د مبارزې لپاره د سیاسي ارادې له لارې حل کیدای شي:

'' دا تخنیکي موضوع نه ده، دا په رهبرۍ پورې اړه لري، یوازې سیاسي اراده کولای شي دغه ستونزه حل کړي، که د رشوت ورکولو کچې ته وګورو، ډېری خلک بې وزله دي، ۳،۹ میلیارده ډالره په کال کې رشوت ورکول مخ په ډېرېدو دي. که يې د ۲۰۰۹ کال سره پرتله کړو په ۲۰۰۹ کال کي ۴۰ سلنه و ، خو ۲۰۲۰ کال دا ۵۰سلنې ته لوړیږي.''

ښاغلي پلیپاټ همدارنګه وویل، چې اوس فساد د خلکو د ژوند یوه عادي برخه ګرځېدلې ده.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې د سیاسي او ټولنیزو چارو مشر میاګل وثیق بیا دا ردوي چې ګواکې په نظام کې له فساد سره د مبارزې سیاسی اراده نه شته.

دی وايي حکومت له فساد سره مبارزې ته ژمن دی. خو د فساد مبارزه په یوازې سر د حکومت له وسه وتلې خبره ده:

''دولت په دې برخه کي څنګه چې ویلي يي دي ژمن دی، څنګه چې د دیموکراسۍ، د بیان ازادۍ او مدني ټولني په اړه بحث کوو، نو لکه څنګه چې د یو کار واک لري، مسؤلیت هم لري. دولت چمتو دی چې په دې ټولو برخو کې لکه اطلاعاتو ته لاسرسی، د څار رول تقویه کول او په هغو برخو کې چې نیمګړتیاوې وجود لري او نظارت شوی، دولت چمتو دی چې هغه پلي کړي.''

Image caption رپوټ وايي، چې ادارې فساد د افغانستان د خلکو د ورځني ژوند تر ټولو لويه ستونزه ده.

د روڼتیا نړیوال سازمان استازی پلیپاټ وايي، افغان حکومت ته یې په خپلو وړاندیزونو کې دا هم ویلي چې حکومت باید د معافیت کلتور پای ته ورسوي او په فساد ککړو کسانو ته باید سزا ورکړي.

د ټولو حکومتي چارواکو د پارلمان د غړو، وزیرانو، ریسانو، قاضیانو او څارنوالانو شتمني دې ثبت او د رسنیو لارې دې خپرې کړي، چې خلکو ته معلومه شي چي د دغو کسانو د دندو له ترلاسه کولو مخکې او وروسته په شتمنیو کې څومره بدلونونه راغلي.

ښاغلی ټلیپاټ له مرسته کوونکو هېوادونو و غوښتل، پر افغان حکومت فشار راوړي چې له فساد سره لازمه مبارزه وکړي.

د روڼتیا نړيوال سازمان د راپور پر بنسټ افغانستان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړی په کچه درییم فاسد هېواد پيژندل شوی دی.

دغه کلنی رپوټ د روڼتیا د نړیوال سازمان او د دې سازمان افغان ملګري د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ په ګډه مرسته جوړ کړی دی.