"د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ نيمګړتياوې لرې"

د انځور حقوق AP
Image caption دغه ودانۍ د نژدې ۱۵۵ ميليون ډالرو په لګښت جوړه شوې ده

د افغانستان د بيا رغونې د څار امريکايي ادارې (سيګار) په خپل تازه خپاره شوي راپور کې ويلي، چې د افغانستان د دفاع وزارت نوې جوړه شوې ودانۍ کې ځينې ودانيزې نيمګړتياوې دي، چې کېدای شي زلزله او يا هم اوږد مهاله اورښتونو له امله ورته زيان واوړي.

په دغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (۱۸ فبروري) خپور شوی راغلي، چې د دفاع وزارت د ۱۵۵ ميليون ډالرو په لګښت جوړه شوې ماڼۍ په ټوله کې ښه رغول شوې خو ځينې ساختماني نيمګړتياوې لري، چې بايد وڅېړل شي.

دغې ادارې ويلي چې له ۶ ځله پلټنې او کتنې وروسته دغې نتيجې ته رسېدلي دي.

په لومړي سره کې ټاکل شوې وه دغه ودانۍ چې په "کوچني پنټاګون" هم شهرت لري په ۱۸ مياشتو کې ګټې ته و سپارل شي، خو جوړېدو يې پنځه کاله وخت ونيولو. د راپور ترمخه د دې ودانۍ لپاره لومړنۍ بوديجه چې

د امريکا دفاع وزارت ورکړی، ۴۹ ميليون ډالره وه، خو وروسته پرې ۱۵۵ ميليونه ډالر لګښت راغى.

د انځور حقوق AP

سيګار ويلي، چې له پيله له دغه قرارداد سره ځينې ستونزې وې، افغان پوځ د دې ودانۍ د کتنې لپاره قرادراديانو ته اجازه نه ورکوله، د دې سربېره خرابه هوا، امنیتی ستونزې او د پيسو کموالی د دغه ځنډ سبب شوی دی. په سم لاسي توګه د افغانستان حکومت د سيګار دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلى.

دغه ودانۍ د تېر کال په وروستيو کې د افغان ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس عبدالله عبدالله، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان کمبل له خوا پرانيستل شوې او د افغانستان د دفاع وزات په واک کې ور کړل شوې وه.

ورته مطالب