سره صلیب غزني کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي

Image caption درې لسيزې کېږي، چې سور صلیب په افغانستان کې فعالیت کوي

سره صلیب په غزني کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

ای سي ار سي وايي، دا گام يې د غزني دوو ولسوالیو تر منځ په لاره د وسله والو لخوا د پنځو کارکونکو له تښتولو وروسته پورته کړى دى.

دا سازمان وايي د خپلو کارکوونکو د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د یادې ادارې ویاند احمد رامین ایاز بي بي سي ته ویلي، تښتول شوو د غزني او بامیان ولايتونو کې د اي سي ار سي سیمه ییزه دفترونو کې کار کولو.

د نوموړي په وینا دغه کارکونکي هغه مهال د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شول، چې د غزني دوو ولسوالیو تر منځ د سفر په حال کې وو.

نوموړي د امنیتي ملحوظاتو له کبله په دې اړه د نور تفصیل له ورکولو ډډه وکړه، خو په وینا یې د تښتول شویو کسانو خوشي کېدو لپاره يې هڅې روانې دي.

تښتول شوي کسان ټول افغانان دي.

درې لسيزې کېږي، چې سور صلیب په افغانستان کې فعالیت کوي.

په جګړې کې له نیول شویو او ټپي شویو کسانو سره مرستې او ورته د روغیتايي اسانیتاوو چمتو کول، د غذايي او غیر غذايي توکو وېشل، په هېواد کې دننه له بې ځایه شویو کسانو سره مرستې او د اوبو رسول په افغانستان کې د دغې ادارې له فعالیتونو بلل کېږي.