"غور کې د ۱۴ ولسي وګړو په وژلو تورن کس نيول شوی"

Image caption د سيمه ييزو چارواکو په وينا دغه کس په غور ولايت کې نيول شوی دی

د افغانستان مرکزي ولايت غور چارواکي وايي چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفانو یو مشهور قومندان مولوي عبدالرحمن نيولی دی.

د غور ولايت د والي وياند عبدالحی خطيبي بي بي سي ته ويلي چې دغه کس د جمعې په ورځ (۱۹ فبروري) د فيروز کوه ښار ته ننوتلی او له پېژندلو وروسته د تښتې پر مهال نيول شوی.

نوموړی وايي مولوي عبدالرحمن د هغو ۱۴ ولسي هزاره وګړو د وژلو امر کړی و چې تېر کال د روژې په مياشت کې د غور او دايکنډي ولايتونو پر لار د شپې مهال له موټرو ښکته او په ډزو وژل شوي وو.

چارواکي وايي مولوي عبدالرحمن د غور د مرکز په شمالي کليو کې فعال و او په ډېرو نورو بريدونو کې هم د لاس په لرلو تورن دی.

ځينې سرچينې بيا وايي چې نوموړی ناروغ و او د درملنې لپاره د غور مرکز ته تللی و.

د غور د والي وياند له مخې اوس له دغه کس پوښتې او ګروېږنې روانې دي.

طالبانو په رسمي ډول په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي وو.

په هغه مهال کې د غور والي ويلي وو، دغه مساپر چې د اختر په مناسب کابل او باميانو ته تلل، د شپې ۱۲ بجې له دغه ځايه سفر پیل کړی و، چې وروسته دغه درې فلاينګ کوچ کاډي درول شوي وو، د هر مساپر نوم او تذکرې په اړه پوښتنه شوې او ۱۴ کسان هلته شهيدان شوي وو، چې درې ښځې او ۱۱ نارينه په کې شامل وو. يوه په کې ناوې وه، د ناوې مور، خور او خپله زوم هم. له يوې کورنۍ دغه پېښه کې څلور کسان وژل شوي وو"

د غور والي ويلي وو، "ناوې، زوم او د هغوی کورنۍ د چغچران ښار وو، پنځه کسه نور د دايميرداد، يو يو کس د پنجاب او يکاولنګ او يو کس د پوځي اکاډمي محصل وو چې د پسابند و او غوښتل يې اختر په کابل کې تېر کړي".

ورته مطالب