بلخ کې د ليدنې پر مهال يوه بندي خپله مېرمن وژلې

د انځور حقوق f

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولايت ځايي چارواکي وايي، يوه زنداني خپله مېرمن چې د ليدو لپاره زندان ته ورغلې، وه وژلې ده.

د بلخ د امنيت امر عبدالرزاق قادري بي بي سي ته ويلي چې پېښه د پنجشبې (۱۸ فبروري) په دغه ولايت کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وايي دغه کس يو کال وړاندې په بلخ ولایت کې د يوې خبريالي د وژلو په تور زنداني شوی و.

ښاغلی قادري وايي د ليدنې پر مهال دغه کس خپله ښځه د رسۍ په واسطه زندۍ کړې ده.

د نوموړي په وينا دغه زنداني قصد درلود چې خپل ځان هم د رسۍ په واسطه ووژني خو پوليس سيمې ته ورسېدل، کس په دې و نه توانېد چې خپل ځان زندۍ کړي.

ویل کېږي دغه کس يو کال وړاندې د بيان راډیو د يوې خبريالې پلوشې توخي د وژلو په تور په مزار شريف کې نيول شوی و.

تېر کال د بلخ ځايي چارواکو ويلي وو چې يوه نامعلوم کس د بيان راديو خبرياله پلوشته توخي د چاقو په واسطه وژلې ده.

پلوشه توخي ۲۶ کاله عمر درلود او په تايلنډ کې له لوړو زده کړو پای ته رسولو دوې مياشتې وروسته بېرته افغانستان ته ستنه شوې وه.

ورته مطالب