'بې جګړې د هلمند له ځینو سیمو وتل پر قربانیو سترګې پټول دي'

د انځور حقوق AP

د هلمند د ولایتي شورا یو شمېر استازي وایې، وسلوالو ته له جګړې پرته د یوشمېر سیمو پرېښودل د امنیتي ځواکونو او ولسي خلګو پر تېرو قربانیو سترګې پټول دي.

افغان امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ د هلمند موسی کلا او نوزاد ولسوالیو وروستي برخې چې تر ولکې لاندې یې وې وسلوالو ته له مقاومت پرته پرې ايښي او پر شاتګ یې کړی دی.

خود هلمند جګپوړي ځايي چارواکي بیا د جګړې په حالت کې شاتګ او پرمختګ عادي کړنه یادوي او په موسي کلا او نوزاد کي شاتګ د اندېښنې وړ نه بولي.

له کندهاره مامون درانی په راپور کې کاږي، چې په سویلي ولایت هلمند کې تېره اوونۍ افغان پوځ د موسي کلا د روشن ټاور، لنډۍ ناوه او همدارنګه د نوزاد د دانه او ګینه (تنګۍ ناوه ) سیمو کې خپلې پوځي اډې له جګړې پرته وسلوالو ته خوشي کړې.

هغه ویډیو،چې د یوه افغان پوځي له خوا په موبایل ټیلیفون اخیستل شوې او بیا پر خواله رسنۍ فېسبوک خپره شوې، ښيي چې افغان پوځیان د سیمي پرېښودلو پر مهال خپلو تاسیساتو ته اور ورته کوي او له جګړې پرته له سيمي وځي.

د هلمند والي میرزا خان رحیمي مني چې له نوزاد او موسي کلا ولسوالیو نه یې ځواکونه را پرشا شوي، خو نوموړي دا یو تاکتیکي شاتګ یادوي.

د انځور حقوق EPA

د حکومتي ځواکونو له لوري د دغو سیمو پرېښودو سره نوزاد اوموسی کلا په بشپړه توګه د وسلوالو لاسته ولویدې.

ځاي خلک او د هلمند د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، له روشن ټاور نه، چې یوه لوړه سیمه وه د افغان ځواکونو وتل خلک د راتلونکي په اړه ناهیلي کړي دي.

د هلمند د ولایتي شورا غړی او د موسی کلا اوسیدونکی عبدالمجید اخندزاده وایې، له جګړې پرته د موسي کلا او نوزاد پرېښودل د افغان ځواکونو او ولسونو پرتېرو قربانیو سترګې پټول دي.

له موسی کلا او نوزاد نه د افغان ځواکونو راوتل د هلمند پر لویدیځه برخه د وسلوالو د پراخي ولکې په معانا دي.

داسې ښکاري چې حکومت د هلمند له هغو سیمو چې ساتل یې ورته ګران دي، د هوا له ګرمیدو او د جګړې موسم له پیلیدو مخکي خپل ځواکونه د هلمند مرکزي سیمو ته لېږدوي.

هلمند ۱۴ ولسوالۍ لري، چې دم ګړۍ د مرکز لښکرګاه تر څنګ په ګرمسیر، ناوه ، نادعلي ، مارجه ، ګرشک، کجکي او سنګین ولسوالیو کې حکومتي ځواکونه موجود دي.

ورته مطالب