"تېر کال د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت ٪۲۱ ټیټ شوی"

د انځور حقوق AFP
Image caption شاوخوا دوه کاله وړاندې د یوه ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت د ۴۷ او ۵۷ افغانیو ترمنځ و، خو اوس نژدې۷۰ افغانیو ته رسېدلی دی.

د افغانستان بانک وايي په تېر یوه کال کې د افغانیو ارزښت ۲۱ سلنه ټیټ شوی دی. د کابل د اسعارو د راکړې ورکړې په مارکیټونو کې نن سبا هر امریکايي ډالر نژدې په ۷۰ افغانۍ بدلېږي، چې د تېر کابل په پرتله ۱۲ سلنه ډېروالی ښيي.

د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق وايي دا ځل د افغانیو د بیې ټیټوالی تر ډېره د دولت له پولي سیاست سره تړاو نه لري.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د یوه ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت د ۴۷ او ۵۷ افغانیو ترمنځ و، خو اوس نژدې۷۰ افغانیو ته رسېدلی دی.

ښاغلی صدیق وايي، له افغانستان نه د ناټو ځواکونو او نړیوالو مؤسسو وتل، په ۲۰۱۵ کال کې د جګړو ډېرېدل د خلکو د ناهیلۍ او له هېواد نه د پانګونې د وتلو لامل ګڼل کېږي.

پر همدې مهال، د رپوتونو له مخې، د کابل په مارکیټونو کې ډالر کمیابه شوی دی.

بل خوا، په روان کال کې ۲۵۰ زره افغانان له هېواده وتلي او د نړۍ په صنعتي هېوادونو کې یې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه ورکړي دي.

په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته، په ۲۰۰۲ کال د افغانستان نوی دولت نوي بانک نوټون چاپ کړل.

افغان حکومت هره میاشت یوه ټاکلې اندازه ډالر بازار ته وړاندې کوي چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي، خو افغانیو خپل ارزښت ثابت نه دی ساتلی او د وخت په تېرېدو سره لوېدلی دی.

د افغانستان د کورنیو ستونزو ترڅنګ یو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې په نړیوالو بازارونو کې د ډالرو د بیې لوړېدل او د نړیوالې مرستې کمښت هم د دې لامل شوی چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کم شي.

ورته مطالب