بغلان کې د جګړو له کبله نژدې یو زر کورنۍ بې ځایه شوې دي

بغلان کې ځايي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي چارواکو تر منځ د جګړې پایله کې ۹۷۲ کورنۍ بې ځایه شوې دي.

یاد ولایت کې د کډوالو چارو ادارې مشر نعیم کاکړ بي بي سي ته وویل، دغه خلک د ولایت مرکزي ښار پلخمري ته د خپلو خپلوانو کورونو ته کډوال شوي دي.

د نوموړي په خبره بې ځایه شویو کسانو کې یو هم بې سرپناه پاتې نه دی.

ښاغلی کاکړ وايي، سیمه کې نژدې نهه زره کورنۍ ادعا کوي، چې له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي او وايي دغه کسان د مرستو غوښتنه کوي.

د نوموړي په خبره اوسمهال د افغانستان سره میاشت، او نړیوال خیریه سازمانونه ارزونه کوي، چې معلومه کړي، د بې ځایه شویو کسانو کره شمېر څومره دی.

ښاغلي کاکړ زیاته کړه اوسمهال ۱۷۲ کورنیو سره د خوړو او کالیو په بڼه مرسته شوې ده، چې وايي نن 'چهارشنبه فبروري ۲۱ 'به هم له ۱۷۷ کورنیو سره مرسته وشي.

هغه وايي مرستندویان غواړي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له ۵۰۰ کورنیو سره د خوړو او کالیو مرسته وکړي.

نژدې ۲۰ ورځې کېږي، چې بغلان کې د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت وسله والو مخالفانو تر منځ جګړه روانه ده.

چارواکي وايي بغلان کې وسله والو طالبانو د برېښنا یوه ستنه نړولې، چې له کبله یې پلازمېنې کابل ته د وارداتي برېښنا بهیر پرې شوی دی، خو وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی د برېښنا ستنه نه ده نړولې.