ننګرهار کې د برېښنا نشتوالي صنعت ته دروند زیان اړولی

د انځور حقوق
Image caption ښاغلی مومند وايي په جلال اباد ښار کې ۱۵ سلنه ښاریان برېښنا نه لري

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د برېښنا کمښت او پر لپسې پرچاويو د دغه ولایت صنعت ته زیان اړولی دی.

ننګرهار د افغانستان له مهمو صنعتي ولایتونو بلل کېږي او اوسمهال پکې نژدې ۱۶۰ لویې او کوچنۍ صعتي فابریکې فعالیت کوي.

دغه فابریکې د پلاستیکي وسایلو ترڅنګ، د ترېشل ماشینونه، اوسپنیز سیخان او نور بیلا بیل توکي تولیدوي چې د افغانستان نورو ولایتونو کې ته هم لیږدول کېږي.

حفیظ الله معروف چې په جلال اباد کې ځینو فابریکو ته ورغلی، په خپل رپوټ کې کاږي په دغه ولایت کې د صنعتي کارونو لویه برخه هغه مهال په ټپه ودرېده چې څه باندې درې میاشتې وړاندې دغه ولایت ته د ورغځېدلې برېښنا نیمايي په کابل کې چارواکو پرې کړه.

په ننګرهار کې د صنعتکارانو د اتحادې مشر تور ملنګ بي بي سي ته وویل، دغه ولایت ته له پلازمېنې کابله ۲۵ میګاواټه برېښنا ځانګړې شوې ده خو اوس یواځې ۱۲ میګاواټه برېښنا جلال اباد ته ورکول کېږي.

ښاغلي ملنګ وايي ''د لته د برېښنا دوې ستونزې دي، یوه دا چې له نغلو برېښنا بند نه لین په ډېرو ناامنو ځایونو کې راغلی چې اکثره وخت پرې کېږي. بل د برېښنا شرکت مرکزي دفتر له موږ سره دوه ګونی چلند کړی''

په جلال اباد کې یو شمېر داسې فابریکو ته ورغلم چې آن څو اونۍ یې کارونه په ټپه ولاړ وو. په دې فابریکو کې سلګونه داسې کسان کار کوي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو یوازینۍ سرچینه یې همدا صنعتي فابریکې دي.

د انځور حقوق
Image caption صنعت کاران وايي، پر جنراتوري برېښنا د فابریکو چلول ډېر ګران کار دی، ځکه بیه یې څو چند لوړه ده

د برېښنا اوږدمهالو پرچاویو، د دغو کارکونکو ژوند هم ډېر اغیزمن کړی دی. ګل زاده له تېرو اتو کلونو راهیسې د اوسپنیزسیخ جوړولو په یوه فابریکه کې کار کوي.

دی چې موټر له سیخانو باروي، وايي د عاید یوازینۍ سرچینه یې هغه پيسې دي چې دغه فابریکه یې ورکوي خو هغه هم له برېښنا سره تړلې دي.

''که برېښنا وي، کار هم وي او که برېښنا نه وي په کور ناست یوو. چای، بوره او الوګان پر همدې پیسو اخلو. ځکه بل کار نشته''

که د برېښنا نشتوالي له یوې خوا د جلال اباد په صنعتي کارخانو کې د کارکوونکو کار ټکنی کړی، له بلې خوا یې د فابریکو خاوندانو ته هم لوی زیان اړولی دی.

نور الحق په جلال اباد کې له المونیمو د لوښو جوړېدو فابریکه لري. دی وايي ځینې فابریکې اوس پر جنراتوري برېښنا چلیږي خو لګښت یې څو برابره لوړ دی.

'' پر جنراتوري برېښنا د فابریکو چلول ډېر ګران کار دی، ځکه بیه یې څو چند لوړه ده. په هر کیلواټ برېښنا کې تر ۴۰ افغانیو تو پیر لري''

په ننګرهار کې دبرېښنا شرکت چارواکي مني چې دغه ولایت ته ځانګړې شوې ۲۵ میګاواټه برېښنا له کابله نه ورکول کېږي. دغلته د برېښنا شرکت مشر محیب الرحمان مومند وايي ' په کابل کې د برېښنا شرکت د مرکزي دفتر د امر تابع دي'

د انځور حقوق DAB
Image caption جګړو کې د برېښنا ستنو ته د اوښتي زیان له کبله له څو اونیو راهیسې پلازمېنه کابل هم د برېښنا نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دی

خو ښاغلی مومند زیاتوي چې دغه ستونزه یې په کابل کې لوړ پوړو چارواکو ته رسولې ده خو د برېښنا ستونزه پر خپل ځای ده.

په همدې حال کې په کابل کې د برېښنا شرکت د مشرتابه غړی مرویس علمي وايي، یوه برخه برېښنا یې ځکه پر ننګرهار پرې کړې چې د ژمي په موسم کې د کابل اړتیا لوړیږي.

په جلال اباد کې د درونټې برېښنا کوټ هم شته خو اوس یې د اوبو ډېره برخه زېرمه ډکه شوې او تر نهه میګاواټه برېښنا تولیدوي. چارواکي وايي د دغه بند د برېښنا ظرفیت تر ۱۱ میګاواټه لوړېدای شي خو د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

دغه ولایت ته لویه برخه برېښنا د نغلو له برېښنا کوټه لیږدول کېږي او کله کله د لارې په اوږدو کې مزي هم پرې کېږي.

ښاغلی مومند وايي په جلال اباد ښار ۱۵ سلنه ښاریان برېښنا نه لري خو وايي پلان یې دا دی چې په راتلونکي لمریز کال کې به د ټولو ښار تر څنګ بهسودو او سره رود ولسوالیو ته هم برېښنا ورسوي.

افغانستان اوسمهال له ۲۰۰۰ میګاواټه ډېره برېښنا ته اړتیا لري خو یوازې نیمايي پوره کولای شي چې لویه برخه یې وارداتي برېښنا جوړوي.

د برېښنا د اړتیا دغه کچه په راتلونکو کلونو کې لا نوره لوړه ښوول شوې ده. په افغانستان کې په کور دننه د لویو برېښنا کوټونو د جوړېدو لپاره کافی اوبه شته خو نا امني او بې وسۍ د دغو برېښنا کوټونو د جوړېدو مخه ډب کړې ده.