ولسمشر غني د سولې نوي مشرتابه وټاکل

د انځور حقوق arg
Image caption ولسمشر غني د سولې د عالي شورا د مرکچیانو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د سولې شورا نه بشپړ ملاتړ کوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې عالي شورا مشرتابه ته نوي کسان په رسمي ډول معرفي کړل. د دغې شورا نوی مشر سید احمد ګیلاني ټاکل شوی دی. ښاغلی ګیلاني د ملي محاذ ګوند مشري هم کوي.

د مخکیني ولسمشر حامد کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي د دغې شورا مشر مرستیال ټاکل شوی.

د دې ترڅنګ پنځو نور مرستیالا نور هم دغې شورا ته نوي ګمارل شوې دي. ولسمشر غني دغو مراسمو ته خبرو کې وویل چې د سولې هر اړخیز ملاتړ کوي.

کابل کې زموږ خبریال حفیظ الله معروف پخپل راپور کې لیکي، د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشرتابه د پېژندنې رسمي مراسمو ته چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼ جهادي مشران او مخور هم ورټول شوي وو.

د سولې شورا ته پر داسې مهال نوي کسان ګمارل کېږي چې پلازمېنه کابل کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ د افغان سولې په اړه خبرې روانې دي.

ولسمشر غني د سولې د عالي شورا د مرکچیانو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د سولې شورا نه بشپړ ملاتړ کوي:

"سوله د ولس ارزو ده. سوله ولس ته د رحمت باران راوړي. نن سوله یوازې ملي پروسه نه ده، بلکې دا سیمه ییزه او نړیواله پروسه ده. زموږ لومړنۍ، دویمه او اخري غوښتنه همدا سوله ده".

د انځور حقوق arg
Image caption د سولې عالي شورا نوی مشر سيد احمد ګيلاني په ۱۹۳۲ کال کې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې زيږېدلی. د ښاغلي ګيلاني کورنۍ د افغانستان په سياسي او مذهبي برخه کې ځانګړی رول لري.

د شورا لپاره د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دویم مرستیال کریم خلیلي په ګډون شپږ تنه مرستیالان هم غوره شوې دي.

د سولې شورا په مشرتابه کې د ښځو په استازیتوب د بامیانو پخوانۍ والۍ حبیبه سرابي هم د شورا د مرستیالې په ډول ټاکل شوې ده.

د انځور حقوق AFP

د سولې د عالي شورا نوي مشر سید احمد ګیلاني په خپلو لنډو خبرو کې داسې وویل:

"د جهاد په وخت کې مو جګړه وکړه او دا ویاړ دی، خو اوس د سولې ځای راغلی دی او باید ټول سولې ته کار وکړو. زما پر غاړه یې یو لوی بار راواچوه، خلک او ملت دې له ما سره مرسته وړکړي چې ښې پایلې ولري".

د سولې عالي شورا په نوي جوړښت کې ۵۰ غړي شامل دي. په دغو غړو کې تر ډېره هغه کسان دي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې پر لپسې د دغې شورا په غونډو کې برخه لرله.

د انځور حقوق AP
Image caption د سولې شورا ته پر داسې مهال نوي کسان ګمارل کېږي چې پلازمېنه کابل کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ د افغان سولې په اړه خبرې روانې دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په ۱۳۸۹ کال کې په کار پيل کړی و.

دغې شورا هغه مهال د ۸ ښځو په ګډون ۶۸ غړي درلودل. د دغې شورا لومړنی مشر د جمعيت اسلامي مشر برهان الدين رباني و چې په ۱۳۹۰ کال کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

له هغه وروسته يې زوی صلاح الدين رباني د سولې عالي شورا چارسمبالي شو چې اوس د ښاغلي غني کابينه کې د بهرنيو چارو وزير دی.

د انځور حقوق AP

ولسمشر غني وویل، په ولایتونو او مرکز کې د سولې عالي شورا اړوند ۲۰ کسان وژل شوي، او له دې شورا سره د مخالفانو له یوځای شویو کسانو بیا ۱۸۵ په هدفي وژنو کې وژل شوي.

ورته مطالب