'د افغانستان پلازمېنې کابل برېښنا نورماله شوه'

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي دي چې له دوشنبې ورځې (نومبر ۲۲) راهیسې له ازبکستانه اخیستل شوې برېښنا په بنسټيز ډول کابل ته رالېږول شوې ده.

بریښنا نژدې یوه میاشت مخکې هغه مهال د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې پرچاو شوه، چې د حکومت په وینا وسله والو مخالفانو یې یو شمیر ستنې زیانمنې کړې او مزي يې ورغوڅ کړل، خو وسله والو طالبانو په دې چاره کې لاس لرل رد کړي وو.

نزدې یوه میاشت مخکې د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د بریښنا شرکت په وینا د بریښنا یوه ستنه بشپړه غورځول شوې وه، دوه اره شوې وې او په نورو ګڼو ځایونو کې د بریښنا مزي پرې کړل شوي وو.

په پیل کې حکومت چټک ګام پورته نه کړ، چې دې چارې د کابل ښاریانو تاوده غبرګونونه راوپارول، خو شاوخوا درې اونۍ مخکې امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړل چې په پایله کې سیمه د امنیتي ځواکونو په ولکه کې راغله، او د بریښنا شرکت تخنیکي ډله سیمې ته ورسیده.

د یاد شوي شرکت د سوداګرۍ څانګې مشر میرویس عالمي بي بي سي ته وویل چې د ستنو او پرې شویو مزو ستونزه اوس په بنسټیز ډول هواره شوې او کابل له پرون ماښام راهیسې خپله پخوانۍ بریښنا لري.

بریښنا شرکت وايي چې په کابل کې تر ۵ میلونو ډیر وګړي وسیږي چې د ژمې پر مهال ۵۰۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا لرې له دې اندازې ۳۲۰ میګا واټه له ازبکستانه رالیږدول کیږي چې د کابل ښار ۷۵ سلنه اړتیا پوره کوي.

همدا راز له تاجکستانه هم یوه اندازه بریښنا رالیږدول کیږي چې د اړوندو چارواکو په وینا له کورنۍ او حرارتي بریښنا سره ۵۰۰ میګاواټه بریښنا پوره کیږي.

ورته مطالب