"د سويډن کمېټې پر روغتون بريد کې نړيوال ځواکونه ښکېل وو"

د انځور حقوق f

په افغانستان کې د سویډن کمیټه وايي د یوناما او د دوی د کارکونکو د معلوماتو له مخې اوس په ډاګه شوې چې په "وردګو ولایت کې د دغې کمیټې پر یوه روغتون برید کې نړیوالو ځواکونو ونډه درلوده".

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې مشر، جورګن هولمستروم، وايي د فبرورۍ د ۱۷- ۱۸ شپه افغان ځانګړو ځواکونو د وردګو ولایت په تنګي سیدان کې د سویډن کمېټې پر يوه روغتيايي مرکز برید کړی و.

دې بريد کې دوه ناروغان او یو تنکی زلمی چې د هغوی پایواز و، له کلینیک څخه وړل شوي چې وروسته وژل شوي دي.

او د کلینیک کارکوونکي نیول، وهل ډوبول شوي وو.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي "وړاندې تر دې داسې نښې نښانې موجودې وې چې په پېښه کې بهرني ځواکونه هم ښکېل دي، چې اوس دا خبر د یوناما له خوا او له نیول شویو کارکوونکو سره تر خبرو وروسته تایید شوی دی".

ښاغلی هولمستروم وايي "موږ اوس له افغان حکومت او په دغه هېواد کې له بهرنیو ځواکونو غواړو چې د دغې پېښې په اړه معلومات ورکړي او د سویډن هېواد هم باید غبرګون وښيي. دغه راز د پېښې په تړاو باید خپلواکې پلټنې وشي.

د میدان وردګو په تنګي سیدان کې د سویډن کمیټې کلینیک لس بستره لري، چې د څلورو مېرمنو په ګډون درویشت کارکوونکي په کې کار کوي او په دغې سیمې کې یواځنی روغتيايي مرکز هم دی.

د دغه روغتون مشر ویلي اوس "لږ ناروغان دوی ته ورځي".

د سویډن کمیټه د شاوخوا ۵۳۰۰ تنه کارکوونکو په لرلو سره د روغتیا، پوهنې او ځینو نورو برخو کې نژدې په ټول افغانستان کې فعالیت کوي.

ورته مطالب