په خپله خوښه له جرمني ستانه شوي افغان کډوال کابل ته ورسېدل

د هغو افغان کډوالو لومړۍ الوتکه له جرمني کابل ته ورسیده، چې په خپله خوښه یې بېرته افغانستان ته ستنیدل غوښتل.

ددغو کډوالو شمېر ۱۳۵ کسانو ته رسیږي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي. جرمني وايي هغه نور کډوال به هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه کړي، چې د کډوالۍ غوښتنې یې نه دي منل شوې.

مصطفی سالک له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، چې ټوله کې د ۱۸ ښځو او لسو ماشومانو په ګډون ۱۳۵ کسان چې په ستونزو او کړاوونو جرمني ته رسېدلي وو، بېرته په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شول.

الوتکه ورته جرمني حکومت د کډوالۍ د نړیوال سازمان ' ای او ایم ' په مرسته چمتو کړې وه.

یوه راغلي کډوال حسن وویل چې په جرمني کې یې ښه ژوند نه درلود:

''په سر کې مو د اروپا هوا وه، موږ ویل چې لاړ شو اروپا وګورو، هلته بدمرغه شوو، له ځانونو سره مو وویل خپل افغانستان مو ښه دی، بېرته راغلو، زه چې د اتو میاشتو لپاره په جرمني کې وم له یوې کېږدۍ یې ایستلم او په بله یې ننویستلم، په هغه کچه چې هلته د سوریې کډوالو ته پام کیده افغانانو ته نه کېده''

په کابل کې د جرمني د سفارت ویاند جاکوب وان واګنر زموږ همکار فرهاد محمدي ته وویل چې دا کډوال په خپله خوښه ستانه شوي دي.

نوموړي وویل چې دغو کډوالو ته یې مرستندویه کڅوړې هم سپارلې دي:

''موږ د هغوی د بېرته راتلو خرڅ برابر کړ او د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره په همغږۍ کې مو د بیا میشتیدنې یوه، یوه مرستندویه بسته هم ورکړه''.

د راغلیو کسانو پر خپلوانو او دوستانو سربېره د هغه کمپاین فعالان هم هوايي ډګر ته د ګلونو له ګیډیو سره هر کلي ته ورغلي وو چې نوم یې دی افغانستان هم تاسو ته اړتیا لري''.

دا کمپاین څه باندې۲۰ تنو افغانانو شپږ میاشتې مخکې په خواله رسنیو کې پیل کړی چې موخه یې د افغانانو د تودې کډوالۍ مخه نیول دي.

دا لومړی ځل و چې جرمني د افغان کډوالو د ستنولو لپاره یوه بشپړه الوتکه کرایه کوي.

جرمني وايي هغه نور سلګونه افغان کډوال به هم په خپله خوښه افغانستان ته راستانه کړي، چې هلته یې د کډوالۍ غوښتنه نه ده منل شوې او کوم ځانګړی حالت نه لري.

نن د کډوالۍ د نړیوال سازمان استازي هم په کابل کې د کډوالو چارو له وزارت سره د کډوالۍ د بهیر او په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنیدو ستونزه وارزوله.

د کډوالو چارو وزارت وویل هڅه کوي چې دغو بېرته راستنیدونکو کډوالو ته د کار ځمکینه برابره کړي.