"د افغان طالبانو په گډون ټولې وسله والې ډلې خبرو ته بلل شوې"

د انځور حقوق AP

د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت ويلي دي چې د افغانستان د سولې خبرو کې گډون ته د هڅولو لپاره يې د افغان طالبانو ټولو ډلو او نورو وسله والو سره اړيکي ټينگې کړې دي.

د پاکستان خبري اژانس(اى پي پي) په وينا د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند، محمد نفيس زکريا خبريالانو ته ويلي دي چې "د طالبانو له ټولو ډلو غوښتل شوي دي چې د سولې خبرې ته خپل باصلاحيت استازي ور وپېژني".

وړاندې په کابل کې د سولې په تړوا څلور اړخيزې غونډې کې پرېکړه شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به د مارچ په مياشت کې کېږي.

افغانستان، پاکستان، امریکا او چین دغو څلور اړخيزه خبرو کې شامل دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر يوې اعلاميې کې له ټولو وسله والو ډلو غوښتي وو چې له جگړې لاس په سر او د سولې خبرو کې ورگډ شي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه غبرگون نه دى ښودلى.

خو د انجينر گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب او د حقاني شبکې د دې بلنې هرکلى کړى دى.

د اسلامي حزب يوه جيگپوړي استازي غيرت بهير بي بي سي ته ويلي دي " حزب تل د سولې د خبرپلوی دى".

ورته مطالب