'پکتیا کې ۵۰ 'خیالي' ټولګي موندل شوي'

د انځور حقوق AFP

د افغانستان پکتیا ولایت کې د پوهنې چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې تر پنځوسو ډېر خیالي ټولګي موندلي دي. دوی وايي دغه ټولګي یوازې د کاغذ پرمخ و او اصلاً هېڅ موجود نه وو.

د چارواکو په وینا، په دغو ټولګیو کې زرګونه خیالي زده کوونکي هم وو چې ډېر ژر به يې په اړه قدام وکړي.

احسان الله مهجور له پکتیا ولایته پخپل راپور کې وايي، په افغانستان کې د بیارغونې په چارو کې د امریکا د پلټنې ځانګړي استازي څه موده وړاندې ویلي وو میلیونونه ډالره د دغه ډول خیالي ټولګیو حیف و میل شوي دي.

د پکتيا پوهنې ريس لقمان حکیم حکیمي وايي دوی به راتلونکې اونۍ د ټولو خيالي زده کوونکو شمېر کره کړي او له هغه وروسته به يې له نورو هغو چاڼ کړي.

''دا ستونزه شته، موږ د هغو زده کوونکو شمېر کابل ته ولېږه، چې کلونه کلونه ښوونځیو ته نه تلل او یا محروم وو.''

پکتيا کې دا لومړی حکومتي چارواکی دی چې د ده په خبره د خپلې ادارې د چارو د ښه سمون په موخه يې د ادارې د ننه او بهر په ښوونځیو کې پلټنې پیل کړې.

دی وايي د خيالي زده کوونکو ترڅنګ يې لسګونه هوايي ټولګي هم تړلي چې يوازې د پیسو د حیف او ميل لپاره جوړ شوي و.

حکيمي وايي هڅه به یې دا وي چې د پوهنې ریاست په اړوند چارو کې روڼتیا رامنځته کړي:

''موږ په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه خیالي ټولګي وتړل، دا هغه ټولګي وو چې د ځینو ډونرانو لخوا مرسته ورسره کېده، ښوونکو ته یې په لیرو پرتو سیمو کې لوړې تنخاوې ورکول کېدې.''

شاوخوا دوه مياشتې کېږي چې د پکتيا پوهنې ریاست په تشکیل کې د مشرۍ تر کچې بدلون راغلی.

د انځور حقوق epa
Image caption تر دې وړاندې ويل کېدل چې د پکتيا په ۳۵۰ ښوونځيو کې يوسل او اتیا زره زده کوونکو زده کړه کوله چې نژدې پنځوس زره يې نجونې ښودل شوې وې.

تر دې وړاندې ويل کېدل چې د پکتيا په ۳۵۰ ښوونځيو کې يوسل او اتیا زره زده کوونکو زده کړه کوله چې نژدې پنځوس زره يې نجونې ښودل شوې وې.

خو دا هغه شمېرې دي چې د پوهنې ریاست تر نوي چاڼه نه دي وتلې.

ورته مطالب